BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2008 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانويان د کرزي پر خبرو 'خواشينې دي'

برتانوي سرتېري په افغانستان کې
ولسمشر کرزي ويلي وو په هلمند کې برتانوي ځواکونو امنيت تر بد بدتره کړى دى
برتانوي ورځپاڼو د افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې د ورځې هغې وينا ته چې پکې يې د افغانستان په سويل کې د نا امنيو د دوام د پړې گوته برتانوي ځواکونو ته نيولې وه ، توند غبرگونونه ښوولي دي .

ښاغلي کرزي ويلي وو چې دۀ د برتانويانو په غوښتنه دوه کاله وړاندې د هلمند والي او د پوليسو قوماندان له کاره گوښه کړل چې پايله يې د دۀ په وينا هلته د طالبانو بيرته ورستنيدل وو. دۀ په خپلو څرگندونو کې دا هر څه يوه تيروتنه بللې وو چې پړه يې پر برتانوي ځواکونو ور اچولې وه .

ځينو برتانوي ورځپاڼو د ولسمشر کرزي دغه څرگندونې د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې د مشر استازي په توگه د وتلي برتانوي سياستوال او پخواني پوځي پډي اشډون د ورتگ د مخنيوي هڅه بللې. خوځينو بيا نور سياسي دلايل مخې ته کړي دي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼه د ولسمشر حامد کرزي څرگندونې په افغاسنتان کې د برتانيا د پوځي هڅو اعتبار ته يو کلک گوزار بولي. د ورځپاڼې په ليکنه، وينا دغه راز د هغو ٨٧ برتانوي پوځيانو کورنۍ وقهرولې چې په افغانستان کې له ٢٠٠١ کال راهيسې وژل شوي دي. فايننشل ټايمز د يوۀ وژل شوي افسر د پلار خبرې په دې تړاو راخيستې چې وايي د ښاغلي کرزي ''ژبه سپکوونکې او ناصميمي وه''.

سخت خواشينى
 زه د خپل مخکيني کنډک د هغو نهو ملگرو په استازۍ چې په هلمند کې ووژل شول......د ولسمشر کرزي په څرگندونو سخت خواشينى شوى يم
په هلمند کې جنگېدلى يو برتانوى افسر

ورځپاڼه زياتوي: ''که څه هم افغان ولسمشر وروسته د برتانيا له لومړي وزير گورډن براون سره په خبرو کې هڅه وکړه چې توپيرونه بې ارزښته وښيي او ويې ويل چې خبرې يې له محتوا نه ايستل شوي دي، خو کوم زيان چې رسېدونکي وو، هغه رسېدلى دى. ''

د ټايمز ورځپاڼې بيا دې ټولې موضوع ته له بلې زاويې کتلي دي او ليکي چې د حامد کرزي موخه داده چې په افغانستان کې د ملگرو ملتو د يوۀ ځواکمن استازي په توگه د برتانوي جگپوړي سياسي مشر پاډي اشډاون د ټاکنې مخه ونيسي. ټايمز آن د سويس په ډاووس کې د ډېپلوماتانو له خولې ليکي چې ولسمشر کرزي عملآ د ښاغلي اشډاون د ټاکنې مخه ډب کړې ده او دا خبره يې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کانډوليزا رايس او په برتانيا کې د لوى حکومت مخالفي گوند مشر ډيويډ کامرون تر غوږو هم رسولې ده.

ټايمز وړاندې ليکي چې حامد کرزى په تېره بيا له هلمند نه د يوه مخکيني والي د لېرې کولو لپاره د برتانويانو پر مشوره نيوکه کوي چې وايي دغه کار په ولايت کې د حکومت واکمني زيانمنه کړه. خو يوه جگپوړي افسر پاټريک مېرسر چې په هلمند کې جنگېدلى، ټايمز ته په دې اړه ويلي: ''زه د خپل مخکيني کنډک د هغو نهو ملگرو په استازۍ چې په هلمند کې ووژل شول......د ولسمشر کرزي په څرگندونو سخت خواشينى شوى يم.''

ښاغلي مېرسر دا ادعا هم چې تر دوى مخکې په هلمند کې کراري وه، رد کړې ده. ټايمز د هغه له خولې ليکي: "''تر څو چې برتانوي ځواکونه ورتلل په هلمند کې د کرزي واک بيخې نه وو. زموږ سرتېر دده له غليمانو سره په جگړه کې خپله وينه توى کړه او ووژل شول.''

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت