BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2008 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل اشډاون ته د 'نه' ځواب ورکړ
پډي اشډاون
ښاغلى اشډاون له ٢٠٠٢ نه تر ٢٠٠٥ پورې په بوسنيا کې د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې لخوا مشر استازى وو
افغانستان اوس په ډاگه ويلي چې دوى برتانوى سياستوال او دپلومات پډي اشډوان په هغۀ هېواد کې د ملگرو ملتونو د استازي په توگه نه غواړي.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنين بي بي سي ته ويلي چې سره له دې چې حکومت يې ښاغلى اشډاون ته درناوى لري، خو دى د کابل لپاره تر ټولو غوره استازى نه دى.

دۀ وويل کابل د اشډاون پر ځاى برتانوي جنرال جان مکول ته ترجيح ورکوي چې د ملگرو ملتونو استازيتوب وکړي.

جان مکول اوس د ناټو يو جگپوړى چارواکى دى. دى په ٢٠٠٢ کې په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې د نړيوالو ځواکونو لومړنى مشر و.

ښاغلي طنين وويل افغان حکومت ته د حيرانتيا وړ ده چې په برتانوي رسنيو کې اشډاون د ملگرو ملتونو د استازۍ لپاره د وروستي کانديد په توگه گڼل کېږي.

هغۀ وويل برتانوي رسنيو د ښاغلي اشډاون لپاره پراخ کار وکړ چې پر مساله باندې يې ناوړه اغېز وکړ.

خپله ملگرو ملتونو يا ښاغلي اشډاون تر اوسه د افغان حکومت اندېښنو ته غبرگون نه دى ښوولى.

ښاغلى اشډاون له ٢٠٠٢ نه تر ٢٠٠٥ پورې په بوسنيا کې د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې لخوا مشر استازى وو.

خبريالان وايي ښاغلى کرزى په کابل کې د اشډاون دنده د هغۀ خپل واک ته يو گواښ بولي ځکه وېل کېږي چې که دغه برتانوى دپلومات د ملگرو ملتونو استازى شي زيات واکونه به ولري.

خو په عين مهال کې په لندن او واشنگټن کې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ د کمزورتيا په اړه هم اندېښنې شته دي او اشډاون ته د داسې يو چا په سترگه کتل کېږي چې ښايي په افغانستان کې نړيوالو هڅو ته نوې ساه ورکړي.

ولسمشر کرزي په وروستيو کې د هغو برتانوي ځواکونو پر ونډې هم نيوکه کړې ده چې د افغانستان په هلمند ولايت کې مېشت دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت