|
افغانستان: د نشه يي توکو 400 کاروباريانو ته سزاوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې شوې عدلي او قضايي اداره وايي نژدې 400 تنه د نشه يې توکو په کارو بار کې د لاس لرلو په تور په په بېلابېلو جزاوو محکوم شوي دي . دغه اداره وايي چې د پخوا په پرتله سږکال د قاچاق کوونکو د نيولو او محکومولو چاره څو برابره لوړه شوې ده . د نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه دغه ځانگړې عدلي او قضايي اداره وايي دمخدره توکو په کارو بار کې د گډون په تور د نيول شويو سلگونو تنو لويه برخه قاچاق کوونکي دي . دغه اداره د همدې ډول قاچاق کوونکود پلټې ، څېړنې او محکمه کولو چاره په غاړه لري . له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانگړې ادارې وياند خليل الرحمن متوکل وايي چې په لسگونو افغان چارواکي او بهرنيان هم د نيول شويو په ډله کې دي : '' دا ټول ٣٩٤ تنه داسې کسان دي چې په افغانستان کې د نشه يې توکو د سوداگري رهبري ددوى په غاړه وه . او دڅو سترو قاچاق کوونکو شبکو مهم غړي نيول شوي، محکمه شوي او نن سبا په زندان کې شپې تېروي . په دغه برخه کې داسې لوي نړيوالې قاچاق کوونکې ډلې هم د هغوی ديو شمېر بهرنيو غړو په گډون نيول شوي دي . په دغو نژدې 400 کسانو کې 21 تنه دولتي کارکوونکي دي چي يو شمېر امنيتي چارواکي او د کانو وزارت څو انجنيران هم پکې شامل دي . لس تنه بهرني قاچاق کوونکي هم زموږ د استيناف د محکمې لخوا په جزا محکوم شوي دي . '' د ښاغلي متوکل په خبره ډېرو نيول شويو قاچاق وړونکو ته د 20 کلن بند سزا د دغې ځانگړي عدلي او قضايي ادارې لخوا اورول شوې او باور کو ي چې د دوى د کار په پيل سره د نشه يي توکو د قاچاق سره په مبارزه کې د پام وړ مثبت بدلون راغلى . ښاغلى متوکل د څو نيول شويو ډلو يادونه کوي چې دده په خبره د نشهيې توکو له نړيوالې مافيا سره يې اړيکې لرلې او باوريې دا دى چې د سترو قاچاق کوونکو درک يې لگولى او ژمنه يې داده چې اداره به يې د نشه يي توکو د ورته سترو او وړو قاچاق کوونکو پل پسې ور اخلي او نيسي به يې . افغان حکومت او نړيوالو ملگرو يې هم ژمنه کړې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په ډگر کې به د مخدره توکو د کرکيلو د له منځه وړلو په خوا کې ډېر پام د قاچاق کوونکو نيونې ته کوي . خو په دغه برخه کې مبارزه له سترو ننگونو سره مخا مخ ده او پر افغان حکومت دځينو کړيو لخوا دا تور لگول کېږي چې يو شمېر چارواکي او خپل خپلوان يې د نشه يي توکو په کارو بار کې لاس لري او په دغه برخه کې مبارزه د هغوى په خبره عامو خلکو يا وړو کارو باريانو ته ځانگړې شوې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||