BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:29 گرينويچ 2008 ,21 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل: د م.م د نوي استازي واکونه تر کچې لوړ دي

افغانستان ته د م. م نوى وړانديز شوى استازى اشډاون
افغان چارواکي په رسمي ډول د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په توگه د ښاغلي اشډاون د ورپېژندلو څخه ناخبري ښيي
افغان حکومت وايي ملگرو ملتونو د افغانستان لپاره خپل نوي استازى ته ددغه سازمان له مسوليتونو څخه لوړواکونه ټاکلي دي.

د چارواکو په وينا د افغانستان لپاره د تگلارې جوړول، د ناټو او نورو بهرنيو ځواکونود مشرتوب او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازيتوب د ملگرو ملتونو د نوي ځانگړي استازي په دندو کې شامل شوي دي.

د افغانستان د وزيرانو شورا په وروستيو څو غونډوکې له ملگرو ملتونو څخه د ددغه هيواد لپاره خپل نوي استازي د دندو او صلاحيتونو د روښانولو غوښتنه کړې.

افغان حکومت وايي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د نوي ځانگړي استازي د دندې لايحه تر هغو صلاحيتونو ډېره لوړه ده چې ددغه سازمان پخوانيو استازو يې له مخې دنده تر سره کوله.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي په رسمي ډول د ملگرو ملتونو د نوي استازي د ورپېژندلو څخه ناخبري ښيي ددغه استازي د واک او دندو د لايحې په اړه تاودۀ بحثونه رامنځ ته شوي دي.

د وزيرانو د شورا د دارالانشا مشر فاروق وردگ بي بي سي ته وويل اوس مهال د افغان حکومت او ملگرو ملتونو تر منځ په دې اړه خبرې روانې دي.

څرنگه چې ښاغلى وردگ وايي د نوي استازي په دندو کې د افغانستان لپاره د تگلارې جوړولو شاملېدل هغه څه دي چې د نوموړي په وينا افغانستان ته د منلو وړ نه دي.

که څه هم د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازى په رسمې ډول نه دې نومول شوى خو ددغې څوکۍ لپاره د برتانيې د سياسي او پوځي دپلومات پدي اېش ډاون نوم اخيستل کيږي.

افغان حکومت وايي اصلي اندېښنې ددغې څوکۍ لپاره د نومول شوي کس په اړه نه، بلکې هغۀ ته تر اندازې د زياتو صلاحيتونو په اړه دي.

د چارواکو په وينا د د حکومت له لورې د ټاکل شوې تگلارې په پرتله د ملگرو ملتونو تگلاره د دغې ټولنې د صلاحيتونو نه پراخه ده.

افغان چارواکي وايي د وړاندې شوې تگلارې د جوړجاړې په اړه خبري اترې روانې دي.
که څه هم تر دې دمه د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو کوم ځانگړى استازى نه دى ټاکل شوى، خو د برتانوى دپلومات (لرد پدې اشډاون) په اړه گونگسې وار دمخه خپرې شوې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت