|
نړيواله ټولنه افغانستان ته همغږي کوونکى ټاکي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر سمه لار د بهرنيو ملکي او پوځي مرستو د برابرولو په اړه اندېښنې په زياتېدو دي، د يوې پياوړې نړيوالې څېرې د اړتيا خبرې هم زياتې کېږي چې دغه مرستې همغږه کړي. برتانوى سياستوال لارډ اشډاون چې پخوا بوسنيا ته د نړيوالې ټولنې مشر استازى و دا ځل د ورته افغان ماموريت لپاره د احتمالي کانديد په توگه ډېر يادېږي. تېره اوونۍ په لندن کې په يوۀ کنفرانس کې وويل چې نړيوالې هڅې په افغانستان کې ناکامېدلو ته بېخې نژدې شوې دي. د ناټو او ملگرو ملتونو چارواکي ښايي په داسې پرېکنده ژبه خبردارى ورنه کړي، خو په ټوليزه توگه داسې اندېښنې په زياتېدو دي چې په افغانستان کې د چارو د سمولو لپاره وخت په ختمېدو دى. يوه اندېښنه داده چې له پرلپسې هڅو سره-سره، د ملکي او پوځي عملياتو تر منځ پوره همغږي نشته. ځکه خو اوس د داسې يوۀ پياوړي نړيوال استازي د ټاکلو لپاره ورو-ورو زياته اړتيا ليدل کېږي چې د خپل ژور اغېز په کارولو سره همغږي رامنځته کړي. د لارډ اشډاون نوم ځکه زيا يادېږي چې هغۀ په بوسنيا کې هم له جگړې وروسته ورته دنده درلوده. خو دا يوه خورا حساسه او گډوډه موضوع ده. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ټاکل کېدونکى سړى به د ملگرو ملتونو لخوا وي، د ناټو کس به وي او که به آن د ملگرو ملتونو، ناټو او د اروپايي ټولنې گډ استازى وي. پر يوۀ کس او موضوع باندې د دغو ټولو موسسو هوکړه دومره اسانه کار نه ښکاري. بله د حساسيت خبره له دغسې استازي سره د افغان حکومت چلند دى. ښاغلى اشډاون خپله هم په دې اړه اندېښمن دى چې په افغانستان کې دوه خورا مختلف پوځي ماموريتونه شته دي، چې يو د ناټو په مشرۍ دى او بل له دې نه په غټ توپير سره د امريکايي پوځيانو عمليات دي. د همغږه کوونکي پر دندو او دا چې څوک به وي يوه او بيا خپله د ټاکل شوي استازي لپاره د دوو بېلابېلو پوځي ماموريتونو تر منځ توپير کول بله سخته ننگونه ده. خو په داسې حال کې چې افغانستان ته د ملگرو ملتونو او د ناټو ملکي مشر استازي به په څو اوونيو کې خپلې دندې پرېږدي، وخت خورا لږ او حساس دى. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||