|
کابل کې د اجمل خټک په ياد څېړنيزه غونډه وشوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د وتلي پښتون ملتپال سياستوال او شاعر خداى بخښلي اجمل خټک په وياړ يوه څېړنيزه غونډه جوړه شوې وه . په دغه ناسته کې د ديورنډ د دواوړو خواوو پښتنو ليکوالو او شاعرانو ددغه نامتو شاعر، ليکوال او سياستوال په خدمتونو رڼا واچوله . نامتو پښتون سياستوال او د پاکستان د نېشنل عوامي پارټي پخوانی مشر اجمل خټک د مړينې د څلويښتۍ په بهانه ددغه وتلي پښتون ليکوال له خدمتونو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې يادونه وشوه . له مړينې وروسته دا لومړى ځل دى چې په افغان پلازمېنه کې د اجمل خټک د خپل خپلوانو ، د هغه د سياست او ادب د ډگر د ملگرو په گډون د ډيورنډ د پولې د دواړو غاړو پښتانه ليکوال، شاعران ، فرهنگيان او سياستوال راغونډېږي او پښتو ، پښتنو، فرهنگ ، سولې او پرمختيا ته د هغو په چوپړ خبرې او بحثونه کوي . غونډې ته د ولسمشر کرزي لخوا استول شوي پيغام کې خداى بخښلى اجمل خټک د پښتنو، پښتو او سيمې ستر مشر او خدمتگار بلل شوى و . د غونډې په لړ کې د پولې دواړو غاړو برخه والو د هغه د ادبي او سيا سي ژوند پر بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوله او د اجمل خټک په ستاينه کې د برخه والو لخوا مشاعره هم تر سره شوه . هغه د نېشنل پارټي يو فعال غړی غړی و، چې بيا وروسته يې د دغې پارټۍ مشري پر غاړه واخيسته . خو هغه پر سياستوال سربېره د پښتو ژبې نامتو شاعر و چې په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې يې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله . په کابل کې داجمل خټک د ياد په وياړ دغه جوړه شوې غونډه دافغانستان د سرحدونو او قبايلو وزارت او د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز په گډ نوښت جوړه شوې وه چې د پېښور د سېمې په يو شمېر وتلو فرهنگي څېرو سر بېره دافغان حکومت، پارلمان غړو او يو زيات شمېر فرهنگيانو پکې گډون لاره . اجمل خټک په ١٩٢٥ م کال کې له پېښور سره نژدې په اکوړه خټک کې زيږېدلى وو . د خپل ژوندانه نژدې پنځه لسيزې يې د خان عبدالغفار خان له خداى خدمتگار تحريک او عوامي نېشنل پارټۍ سره ملگرتيا کړې ده چې په دې لاره کې درې ځلې د پاکستان د حکومت له خوا بندي شوى وو . په همدې لړ کې نوموړي په ١٩٧٣ م کال کې پاکستان پرېښود او تر ١٩٨٨ کاله پورې په افغانستان کې جلا وطن و . خو نژدې 40 ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له کبله يې له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او په خپل پلرني کلي اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو . | ورسره تړلي نور خبرونه پښتون شاعر اجمل خټک خاورو ته وسپارل شو 09 فبروري, 2010 | خبرونه پښتون سياستوال او شاعر اجمل خټک ومړ08 فبروري, 2010 | خبرونه پښتون سياستوال او شاعر اجمل خټک ومړ08 فبروري, 2010 | خبرونه د پښتنو درنښت او له افغانانو سره د 'شيرين پاشا' مينه18 جنوري, 2010 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||