BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:05 گرينويچ 2010 ,08 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پښتون سياستوال او شاعر اجمل خټک ومړ
اجمل خټک
له اجمل خټک نه ځينې ناچاپ اثار هم پاتې دي .
نامتو پښتون سياستوال او د پاکستان د نېشنل عوامي پارټي پخوانی مشر اجمل خټک تر يو کال رنځ وروسته په يوه سيمه يير روغتون کې ومړ .

نوموړی د 1925 کال د سپتمبر پر 15 مه پيدا او د 2010 د فبرورۍ پر اوومه د 85 کلونو په عمر سترګې پټې کړې .

د نوموړي جنازه نن دوشنبه (د فبرورۍ اتمه) په اکوړه خټک کې کېږي او همالته به خاورو ته وسپارل شي .

هغه نه يوازې د پاچاخان د خدايي خدمتګارانو په غورځنګ کې خپل سياسي ژوند پيل کړی و، خو وروسته نه يوازې د سرحد صوبې د مهمو سياستوالو له ډلې و، بلکې د ټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .

هغه پر سياستوال سربېره د پښتو ژبې نامتو شاعر و .

هغه د نېشنل پارټي يو فعال غړی غړی و، چې بيا وروسته يې د دغې پارټۍ مشري پر غاړه واخيسته .

اجمل خټک په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله .

له نوموړي د (غيرت چيغه) په نامه يو شعري ټولګه پاتې ده، چې د پښتونخوا ځوانانو ته يې پکې له خپلې خاورې د دفاع او ازادۍ هڅوونکي شعرونه ويلي دي .

ارواښاد خټک له کوچنيوالي د خان عبدالغفار خان له شخصيته اغېزمن و .

دی پر پښتو مورنۍ ژبې سربېره په عربي، اردو او فارسي هم پوهېده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت