BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:01 گرينويچ 2010 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پښتون شاعر اجمل خټک خاورو ته وسپارل شو
ارواښاد اجمل خټک
اجمل خټک له ١٩٧٣ کال وروسته افغانستان ته تللی او هلته يې کابو اتلس کاله تېر کړل .
د پښتو نوميالی شاعر او سياستوال اجمل خټک چې د دوشنبې په ورځ يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، په اکوړه خټک کې خاوروته و سپارل شو .

اجمل خټک ډېر کلونه په افغانستان کې و او د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هغه د جنازې مراسمو ته يو دولتي هيات استولی و، او د ده کورنۍ ته يې د تسليت او خواخوږۍ مراتب استولي دي .

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی وزير عبدالکريم خرم او يو شمېر نور ادبي او فرهنګي شخصيتونه په دې هيأت کې دي .

د دغه پلاوي يوه غړي نجيب منلي بي بي سي ته وويل : ((د افغانستان لخوا يو ډېر دروند پلاوی چې ښاغلي خرم يې مشري کوله، چې د ولسمشر سلاکار وزيران يوسف پښتون او سباوون هم پکې ول، اکوړي خټک ته ولاړو چې له بده مرغه تر جنازې وروسته ورسېدو . ))

نوموړی وايي چې د خلکو په وينا، هلته جنازې ته ډېر زيات خلک ورغلي وو، او جنازه په ډېر درناوي خاورو ته وسپارل شوه .

افغاني پلاوي د عوامي نېشنل ګوند له يوشمېر مشرانو او اکوړه خټک له قامي سپين روبو سره د زړه خواله وکړل او د افغان ولسمشر ورلېږلی پيغام يې وړاندې کړ .

ښاغلی منلی وايي چې اجمل خټک يوازې د هغه د کورنۍ نه، بلکې د ټولې پښتونخوا یو سياستوال او شاعر و .

اجمل خټک له ١٩٧٣ کال وروسته افغانستان ته تللی او هلته يې کابو اتلس کاله تېر کړل .

نوموړی تر هغه وروسته پاکستان ته ولاړ او د نړۍ د سياستونو د بدلون په پايله کې د ده په سياست کې هم بدلون راغی .

اجمل خټک د عوامي نېشنل ګوند له عنعنوي مشرې سره اختلاف راغی چې همدا يې له دې ګونده د جلاوالي لامل شو، خو خپله لاره يې بېله نه کړه .

اجمل خټک درې زامن او دوې لوڼې لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت