|
د پښتنو درنښت او له افغانانو سره د 'شيرين پاشا' مينه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
(( افغانانو د تخليقي فکر د پېړيو په پوړيو کې دخپل خيال او کمال کوم پړاوونه وهلي دي، له خټکارۍ يا بنايۍ څخه ونيسه بيا تر ترکاڼۍ او موسيقۍ پورې .)) دا د بنګالۍ نژادې فيلم جوړوونکې شيرين پاشا د فيلم يوه لنډه کيسه ده چې نوم يې د خپلې خاورې له خټو څخه ښايسته څه جوړول دي . په کيسه کي شيرين پاشا استاد بسم الله هغه خټکر يا بنا دکابل په زړه سيمه مراد خانه کې د افغانانو په هغه طبعي فلسفه کې غږولی چې د خټو د مړوالي او ژونديتوب په باره کې دحکمت نکل ورته کوي . پردې سربېره په فيلم کې ترکاڼ د خپلې ترکاڼۍ د موادو د استعمال او د سکڼلو حکمتونه يادوي . که څه هم په فيلم کي د موسيقۍ په باره کې څوک نه دی ږغېدلی، خو د رباب يوه خيالور نغمه له موضوع سره سم پکې ځای شوې ده . شيرينه وايي چي دغه کيسې د افغانانو د تخليقي وړتيا په ځلولو کې د دې يو ډول هڅه ده . دغه فيلم چي څو شپې د مخه د امريکا د سانفراسيسکو په ښار کې د سويلي اسيا د فيلمونو په مېله کي نندارې ته وړاندې شو، نندارچيانو يې ښه سم هرکلی وکړ. شيرينه وايي چې موضوع يې د افغانستان د کلتور هغه برخه ده چز د امريکا رسنۍ يې نه ښکاره کوي .
دا وايي چې د داسې خلکو شمېر لږ نه دی چې د افغانستان د کلتور له پېژندلو سره يې زړه غواړي . په تليفون کې مې ترې وپوښتل چې څه شي دغه موضوع او ددغه فيلم جوړولو ته وهڅوله؟ شيرينې له سانفراسيسکو څخه راته وويل ((يو علت چې زه يې د افغانستان تګ ته وهڅولم دا و، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په شپو کې زما پلارمصطفی کمال پاشا يو له هغو په زرګونو بنګياليانو څخه و، چې پښتنو يې ژوند ژغورلی و . )) آغلې شيرينه وايي چې د شېر افضل خان په نامه يوه پښتون په هغه زمانه کې د دې پلارد اسلام اباد څخه د ډيورنډ د کرښې څخه کابل ته اړولي و، چې دا وايي که دغه پښتون يې د پلار ژوند نه وای ژغورلی نو نن به شيرينې په نړۍ کي سترګې نه وای غړولي. درانه پښتانه دا وايي چې د پښتنو درنښت او د افغانستان سره مينه د دې په زړه او کورنۍ کي د ژوند يوه ښه او د نه هېرېدلو خاطره ده . آغلې شيرينه وايي چې د دغه فيلم نوم يې سمبوليکه مانا لري . خاوره د هېواد، همدارنګه د خټو په مانا چې په جوړولو کې کار ترې اخيستل کېږي. ښايسته د هغه نيلوفر ګل په مانا چې په اوبو کي راشين کېږي . دا وايي چې په افغانستان کي د تمدنونو د تفاهم تفکر او تنوير د دغه هېواد ارزښت او جوړښت ځلوي . شيرينه دا باور هم لري چې د دغه کمال لرونکو افغاني هنرمندانو نظريې د تصور او علت الهام او تخليقي حکمت له نړيوالو علمي بحثونو سره سم دم تړاو لري . شيرينه شېر افضل خان ته چې د دې د پلار مصطفی کمال پاشا ژوند يې ژغورلی دی هيله څرګنده کړه که چې د دې سلامونه ، ښې هيلې اوکور وداني دې د رسنيو له لارې هغه ته ورسېږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||