BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:10 گرينويچ 2007 ,18 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سوات د طالبانو په تمځاى کې يوه دمه

طالبان په سوات کې
کله چې يه نينگ واله کې يوې پوستې ته ودرېدو نو وسله والو طالبانو د مخابرو او گرځنده ټيليفونونو په وسيله له خپلو ملگرو سره خبرې کولې
د سرحد ايالت د سوات درې په مټه سيمه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده ځايي طالبانو د اسلامې قوانينو د پلي کولو لپاره هڅې پيل کړې دي چې له امله يې په ځايي اوسېدونکو کې هم د هغوى ملاتړ په ډېرېدو دى.

کله چې د سوات له مرکز مينگورې څخه د ختيځ خوا ته د مټې په لور وخوځېدو، نو تر ټولو وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمې 'ډېرې' ته ورسېدو چې د طالبانو لومړى مورچل گڼل کيږي. دا مورچل په سيدو شريف کې د پوځ او نيمه پوځي ځواکونو څخه په لږ واټن کې پرته ده. د هوايي ډگر د الوتکې د ځغاستې لار د طالبانو له همدې مورچې څخه تيريږي.

په ډېرې کې وسله وال طالبان د سړک په غاړه په جوړو شويو مورچو کې په سپکو او درنو وسلو سمبال ښکارېدل. ځينو طالبانو په سړک باندي تلونکي موټر په وار وار تلاشي کول، ځايي خلکو هم له طالبانو سره مرسته کوله.

طالبانو له ډېرې نه تر مټې پورې د دېرش کيلومتره واټن لارې په بېلابېلو سيمو لکه کوزه بانډه، بره بانډه، نېنگ واله، شکردره او شيرپلم کې د سړک دواړو غاړو ته او په نزدې غونډيو باندې پوستې جوړې کړي دي.

 موږ نه غواړو چې په خلکو په زوره اسلام پلى کړو ځکه چې په اسلام کې جبر يا زور نشته. موږ يو داسې نظام راوستل غواړو چې پکې خان او غريب ټولو ته انصاف ورسيږي
ملا امين خاکسار

کله چې يه نينگ واله کې يوې پوستې ته ودرېدو نو وسله والو طالبانو د مخابرو او گرځنده ټيليفونونو په وسيله له خپلو ملگرو سره خبرې کولې. دوى د پوځ د ځانگړو ځواکونو په څېر د بېلابېلو شفرونو او کوډونو په وسيله د نورو سيمو طالبان د سړک له حالاتو خبرول.

کله چې له نينگ والې څخه مټې بازار ته ورسېدو، ژوند په عادي ډول روان و. د جمعې د ورځې له رخصتۍ سره سره گڼ شمېر هټۍ پرانىستې وې او خلک په راکړه ورکړه بوخت ښکارېدل.

د بازار په مرکزي څلورلاره کې د ټرافيک پر ځاى يو طالب چمنى خان ولاړ و. هغه وايي: '' تر دې له مخه په دې څلورلاره کې څلور رشوت خواره پولېس وو. خو اوس زه يوازې يم، سهار ماښام همدلته اوسم او ټول نظام په ښه ډول چليږي، نه په بازار کې د موټرو گڼه گوڼه شته او نه کومه بله گډوډي.''

هغه وويل چې پوليسو د پيسو له پاره کار کاو او دوى د خداى د رضا لپاره کار کوي.
وسله والو طالبانو له تاڼې يا پوستې د باندې يوه توره لوحه لگولې چې پرې ليکل شوي 'امر بالمعروف او نهى عن المنکر،ستاسو مرستې ته هر وخت تيار، د طالبانو تم ځاى، مټه.'

په مټه کې د طالبانو تمځاى
په تمځاى کې مېشتو طالبانو ويل 'پوليسو د پيسو لپاره کار کاوۀ او خلک يې شوکول، او دوى د خداى لپاره کار کوي'

د محمد امين خاکسار په نوم يو طالب چې د تاڼې په دروازه کې يې دنده تر سره کوله وويل په مټه کې تر اوسه د شريعت د نافذولو اعلان نه دى شوى خو په دې اړه سلا مشورې روانې دي.

د هغه په وينا له سېمې څخه د پوليسو له تلو وروسته د خلکو وړې ستونزې د مټې د ځايي قوماندان خان خطاب لخوا د اسلامي قوانينو سره سم حل کيږي. نوموړي هغه خبرونه رد کړل چې گواکې طالبان په خپلو سيمو کې خلک د ږيرې پريښودو او لمونځ کولو لپاره مجبوروي.

هغه وويل: '' موږ نه غواړو چې په خلکو په زوره اسلام پلى کړو ځکه چې په اسلام کې جبر يا زور نشته. موږ يو داسې نظام راوستل غواړو چې پکې خان او غريب ټولو ته انصاف ورسيږي.''

په مټه بازار کې له خلکو سره تر خبرو وروسته داسې معلومېده چې ټول خلک د طالبانو په راتلو خوښ دي. هيچا هم کوم شکايت ونه کړ. ټول خلک راضي ښکاريدل. ددې تر څنگ په بازار کې هم کومه پيښه نه وه او هر څه له معمول سره سم روان وو.

خو بيا هم دا سپينول گران کار دى چې ايا د مټې اوسيدونکې په رښتيا هم د زړه له کومې له طالبانو خوشاله دي او که له ډاره د هغوى په وړاندې له څه ويلو ډډه کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
سوات کې سخته جگړه روانه ده
26 اکتوبر, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت