|
سوات کې سخته جگړه روانه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په شمال لويديځ کې د امنيتي ځواکونو اود راډيکاله ملا -پلويانو له هغې يوه يورځ وروسته پر يوبل ډزې کړي چې په يوه بمي بريد کې لږترلږه٣٣ کسان ووژل شول . ځايي پوليس وايي د سوات په وادۍکې دپنجشنبې د ورځې دپېښې له ځاى سره د امام ډېري په کلي کې سخته جگړه روانه ده. دوى وايي شخړه په هغه ودانۍ کې رامنځته شوه چې پکې طالب پلوه ملا مولانا فضل الله پر خپلو پلويانو غږ کاوه چې پاکستانى پوځ په نښه کړي. راپورونه وايي چې د پاکستان پوځ غوښتل چې د مولانا فضل الله پر مرکز بريد وکړي چې له څلورو خواو څخه پرې بريدونه وشول. دراډيکاله ملا يو وياند سراج الدين بي بي سي ته وويل -هغه مهال چې دولتي پوځ ددوى سيمې ته ورننوت ددواړو غاړو ترمنځ جگړه ونښته . ددواړو غاړو ترمنځ د مرگ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ويل شوي . په دې وروستيو اونيو کې د پاکستان په ډيرى قبايلي سيمو کې ددولتي پوځ او بنسټپاله طالب پلو ترمنځ سختې نښتې شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د سوات په چاودنه کې ١٧ سرتېري وژل شوي25 اکتوبر, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||