|
د سوات په چاودنه کې ١٧ سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د سرحد ايالت په سوات کې د پوځيانو پر موټر باندې د چاودنې لامله ١٧ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي او کابو همدومره نور ټپيان شوي دي. دغه بريد يوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په دغې سيمه کې ٢٥٠٠ تازه ځواکونه ځاى پر ځاى شول چې د اورپکو د زياتېدونکو خوځښتونو مخه ونيسي. چارواکي وايي ١٥ نور سرتېري زخميان شوي هم دي چې روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. د پوليسو چارواکي وايي د پوځ يو گاډى چې له مهماتو ډک و په منگوره کې والوځول شو، چې د سوات مرکزي ښارگوټى دى. د چاودنې د لامل په اړه ضد او نقيض خبرې کېږي، چې پوليس وايي دا يو ځانمرگى بريد و. پوليس همدارنگه وايي ځينو ولسي خلکو ته هم په چاودنه کې مرگ ژوبله اوښتي ده. د سوات دره، چې د سيلانيانو لپاره يو په زړه پورې ځاى و، په ورستيو کې د يوې اورپکې ډلې په مرکز اوښتي چې مشر يې مولانا فضل الله دى. له راپورونو سره سم، مولانا فضل الله په راديوگانو کې خلک د پاکستاني حکومت په ضد جهاد ته رابلل. په سوات کې په جولاى مياشت کې هم په يوۀ بريد کې لس سرتېري وژل شوي ول. د پاکستان په قبايلي سيمو او سرحد ايالت کې د پوځ په ضد د اورپکو د بريدونو لړۍ وروسته له هغه پيل شوه چې تېر دوبى پوځيانو په اسلام اباد کې پر سرۀ جومات خونړۍ چاپه واچوله. | ورسره تړلي نور خبرونه بېنظير بوټو : پوځ مې د وژلو هڅه کړې19 اکتوبر, 2007 | خبرونه له نيول شويو پاکستاني سرتېرو سره څو خبرې13 اکتوبر, 2007 | خبرونه د ش وزيرستان جگړو٢٠ سرتېري او٦٠ نور وژلي08 اکتوبر, 2007 | خبرونه د پاکستان پوځ د وسله والو تر گوزارونو لاندې19 سپتمبر, 2007 | خبرونه د اسلام اباد ځانمرگي ١٣ کسان ووژل27 جولاى, 2007 | خبرونه د پاکستان په تازه بريد کې بيا سرتېري وژل شوي15 جولاى, 2007 | خبرونه د شمالي وزيرستان ځانمرگي ٢٤پوځيان وژلي14 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||