BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:05 گرينويچ 2007 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسلام اباد ځانمرگي ١٣ کسان ووژل
سور جومات
چاودنه له گڼې گوڼې ډکه سيمه کې وشوه چې ډيره مرگ ژوبله يې پېښه کړه
پاکستاني چارواکي وايي يو ۀ ځانمرگي بريدکوونکي د جمعې په ورځ ( د زمري ٥ د جولاى ٢٧ ) په اسلام اباد کې سرۀ جومات ته نژدې لږ تر لږه ١٣ کسان وژلي دي .

د بريد په سيمه کې د بي بي سي يو خبريال وايي داسې ښکاري چې د ځانمرگي موخه هغه پوليس ول چې د اسلام پالو له خوا د يوې مظاهرې په ترڅ کې دغلته ځاى پر ځاى شوي و .

د مظاهرې پر وخت پوليسو اوښکي بهونکي گاز وکارول چې پر جومات باندې د لږ وخت لپاره قبضه کوونکي طالبان سره خوارۀ وارۀ کړي .

دغه جومات تر مظاهرو وړاندې په لومړي ځل تر هغه وروسته پرانيستل شو چې دوه اوونۍ وړاندې ترې امنيتي ځواکونو اسلام پالي اورپکي وايستل . په هغو نښتو کې تر سلو ډير کسان وژل شوي و .

په واشنگټن کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد له بي بي سي سره په خبرو کې د اسلام اباد ځانمرگى بريد وغاندۀ او ويې ويل چې د اسلام پالو پر ضد د پاکستاني ولسمشر د عمل ملاتړ کوي :

(( زموږ خواخوږي د ځانمرگي بريد له قربانيانو سره ده په ځانگړې توگه له هغو اوو پوليسو سره چې په دغه پېښه کې وژل شوي دي . موږ په افغانستان کې د همدغه ډول پېښو قربانيان يوو . موږ د ولسمشر پرويز مشرف او پاکستاني حکومت د پياوړي عمل کلک ملاتړ کوو . زما په گومان دغه عناصر د پاکستان ، افغانستان ، سيمې او نړۍ لپاره خطرناکه دي . ))

د وياند وژنه

بل پلو د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په شمال لويديځ کې نامعلومو وسله والو د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند وژلى دى .

رياض بوگتي هغه مهال ووژل شو چې وسله والو کسانو د دۀ پر گاډي ډزې وکړې او پسې وتښتيدل .

په پاکستان کې د بي بي سي يو خبريال وايي پنځه کاله وړاندې په بلوچستان کې د بغاوت له پيله راهيسته ښاغلى بوگتي تر ټولو لوړ پوړى حکومتي چارواکى دى چې وژل کيږي .

د بلوڅانو د خپلواکي غوښتونکي پوځ په نامۀ ډلې د دغې وژنې پړه په غاړه اخيستې ده

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت