BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:21 گرينويچ 2007 ,08 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دسرۀ جومات نښتوکې پاکستانى ډگرمن ووژل شو
پاکستاني پوځيان د سرۀ جومات په شاوخوا کې
د پوځ او زده کوونکو تر منځ نښته شپږمې ورځې ته ننوته
د پاکستان د پوځ يو ډگرمن د اسلام اباد د سرۀ جومات په وروستيو نښتو کې و ژل شوى.

پوځ وايي د کومانډو دغۀ جگپوړي افسر د هغو عملياتو څارنه کوله چې په جومات کې سوري وکيندي چې د اسلامپالو زده کوونکو لخوا وويشتل شو.

پاکستاني ځواکونو د دې لپاره د سرۀ جومات دېوالو سوري کول چې د ننه بندپاتې ماشومان او ښځې راووتلى شي.

تر اوسه په روانه شپږورځنۍ جگړه کې د شل کسانو د مړينې پخلى شوى، که څه هم نورې شمېرې مړي زيات ښيي.

يو بل سرتېرى په وروستيو نښتو کې ټپي شوى دى. دواړه قربانيان د پوځ د ځانگړي سرويس له گروپ څخه وو.

تېره ورځ (شنبه) ولسمشر پروېز مشرف زده کوونکو ته خبردارى ورکړ چې له تسليمېدو پرته بله لار نه لري.

 ''موږ زغم کاوه. زه غواړم هغوى ته چې دننه پاتې دي ووايم چې بايد د باندې راووځي او تسليم شي، او که همداسې ونه کړي، زه اوس دلته وايم چې دوى به ووژل شي
ولسمشر مشرف

هغه وويل: ''موږ زغم کاوه. زه غواړم هغوى ته چې دننه پاتې دي ووايم چې بايد د باندې راووځي او تسليم شي، او که همداسې ونه کړي، زه اوس دلته وايم چې دوى به ووژل شي.''

جنرال مشرف وروسته له هغه دا خبرې کولې چې ځواکونو يې له سرۀ جوماته بهر د اسلامي شخصيتونو هغه پلاوى ودراوه چې غوښتل يې د ننه د خبرواترو لپاره ولاړ شي.

پلاوي غوښتل چې د جومات له مشر، عبد الرشيد غازي، سره د بند پاتې کسانو د وتلو په اړه خبرې وکړي.

پر جومات باندې اوبه او برېښنا بنده شوې او ويل کېږي چې خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د توپکو ډزې او د درنو وسلو غږونه کله ډېر شي او کله ودرېږي.

د زور له لارې
په ډزو لگېدلى د جومات د يوۀ ديوال برخه
 د جومات په شاوخوا کوڅو کې د زيات شمېر پوځيانو ځاى پرځاى کول او د خبرواترو لپاره د پلاويو نه پرېښودل داښيي چې پوځ غواړي اوس کشاله د زور له لارې ختمه کړي.

د جومات په شاوخوا کوڅو کې د زيات شمېر پوځيانو ځاى پرځاى کول او د خبرواترو لپاره د پلاويو نه پرېښودل داښيي چې پوځ غواړي اوس مسالې ته د زور له لارې د پاى ټکى کېږدي.

تېره ورځ پوليسو له جومات څخه څو کيلومتره ليرې د فريديه مدرسې واگې په لاس کې واخيستې او د هغې يو شمېر زده کوونکي يې ونيول.

عبد الرشيد غازي ويلي چې دى او پلويان به يې ځان مرگ ته ورکړي، خو خپلې وسلې به پر ځمکه کېنږدي.

ده د شنبې په ورځ بي بي سي ته وويل چې له دۀ سره لاهم ١٨٠٠ زده کوونکي په جومات کې بند پاتې دي او دا چې ٣٠ ښځينه زده کوونکي چې په نښتو کې وژل شوې وې يې په جومات کې په يوۀ لوى قبر کې ښخې کړې.

د دغو خبرو پخلى تر اوسه نه دى شوى. تر ١٠٠٠ زياتو زده کوونکي تېره اونۍ له جوماته ووتل او تسليم شول.

د سور جومات زده کوونکيد اسلام اباد تاوتريخوالى:
سور جومات څنگه د 'جهاد' پر سنگر واوښت؟
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت