BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:45 گرينويچ 2007 ,03 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په اسلام اباد کې ناکرارۍ او شاليد يې
اسلام اباد
په سرۀ جومات او ورسره جوختې مدرسې کې شاوخوا ٢٥٠٠ زدکوونکي شته چې په وسلو هم سمبال دي
د اسلام اباد په سرۀ جومات کې نښتې روانې دي.

هلته د دغۀ جومات او د ورسره تړلو دوو مدرسو اسلام پال زده کوونکي په وسلو سمبال دي او په پاکستان کې يې د شريعت د پلي کولو غږ اوچت کړى.

حکومتي ځواکونه اخر اړ شول چې د دغو اورپکو زده کوونکو د ځپلو لپاره لاس په کار شي او هغه سرخوږى پاى ته ورسوي چې وخت په وخت د اخلاقي فساد او فحشا په تور په ځينې ځايونو چاپې کوي او خلک تښتوي.

راپورونه وايي تر لس زيات کسان د پوځ او زده کوونکو تر منځ له تېر مازيگر (چنگاښ ١٢مه) راهيسې په نښتو کې وژل شوي، چې له ښکېلو غاړو سربېره يې لارويانو او خبريالانو ته هم زيان اوښتى.

سور جومات (لال جومات) د پاکستاني ځواکونو لخوا تر سختې محاصرې لاندې دى.

د حکومت هغه ضرب الاجل پاى ته ورسېد چې نارينه او ښځينه زده کوونکو ته يې د تسليمېدلو لپاره ورکړى و.

د جومات او دوو مدرسو چلوونکو ملايانو خپل دريځ ټينگ ښوولى او لوړه يې کړې چې د شريعت د پلي کولو لپاره به له جهاده لاس نه اخلي.

سور جومات څنگه د جهاد پر سنگر واوښت؟
په لندن کې د بي بي سي د پښتو څانگې محمد زاهد چې دغه پېښې يې له نژدې څارلې دې ته کتنه کوي چې څه ډول د پاکستان د خورا خوندي پلازمېنې په زړه کې دغه کشاله پيل شوه:

د سرۀ جومات دغه پېښې تر هغه وروسته شوې چې پاکستاني مقاماتو په اسلام اباد کې د ځينو ناقانونه جوماتونو د بندولو پريکړه وکړه چې په دغه ترڅ کې د اسلام اباد سور جومات هم شامل و .

د اسلام اباد ښاروالۍ ويل چې د سرۀ جومات مسوولينو د خپل کار پيلولو رسمي اجازه نه درلوده .

د سرۀ جومات مسوولينو د حکومت د دغې پريکړې مخالفت وکړ . له سرۀ جومات سره جوخت يوه ديني مدرسه هم شته چې د هغوى طالبانو د يو شمير جوماتونو د بندولو په غبرگون کې د يوۀ ځايي ښوونځي کتابتون قبضه کړ .

دوى لا تر اوسه پر دغه کتابتون کې پراتۀ دي . د دوى غوښتنه دا وه چې د جوماتونو د بندولو چاره دې ودريږي او په پاکستان کې دې اسلامي شريعت عملي شي .

يرغملوونکو له جومات سره نژدې دوه ښځې د بدلمنۍ په تور ونيولې او له ځان سره يې يرغملې وساتلې .

دغه ښځې له ډيرو هڅو وروسته خوشي شوې . ورپسې طالبانو د چين د مساژ کوونکو يو شمير کسان وتښتول .

که څه هم دغه چيناييان وروسته خوشي شول خو په پاکستان کې سياسي گوندونو او د بشري حقونو فعالينو فشار واچاوۀ چې ولې د دغو طالبانو پر ضد گام نه اخلي .

دوى دا ادعا هم وکړه چې گواکې ولسمشر پرويز مشرف د اورپکو په مخنيوي کې جدي نه دى .

په دغه مدرسه کې د ځينو رپوټونو ترمخه شاوخوا ٢٥٠٠ زده کوونکي دي چې يو شمير يې نجونې دي .

د دوى په باب ويل کيږي چې په وسلو هم سمبال دي . د جومات ځينو مسوولينو گواښ کړى و چې که د دوى پر ضد بريد وشو نو په اسلام اباد کې به ځانمرگي بريدونه وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت