|
د وزيرستان ځانمرگي بريد پاکستاني پوځيان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له افغانستان سره نژدې د پاکستان په قبايلي سرحدي سيمه کې يوې ځانمرگي موټر چاودنې لږ تر لږه د پاکستاني پوځ پنځه سرتېري ووژل. نور راپورونه د وژل شويوي شمېره ١١ ښيي چې وايي له شپږو سرتېرو سربېره، پنځه ولسي خلک هم مړه شوي. دغه بريد په گوربز سيمه کې نن (چارشنبه) له يوې امنيتي پوستې سره نژدې شوى. امنيتي چارواکي وايي يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي خپل له چاودېدونکو ډک گاډى د پوځ له يوۀ کاروان سره وجنگاوه. دا بريد په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان په پلازمېنه، اسلام اباد، کې اسلامپال زده کوونکي او حکومتي ځواکونه يو بل ته له سرۀ جوماته بهر گوته پرماشه دي. خبري اژانسونو د ځينو چارواکو له خولې ويلي ځانمرگي بريد پنځه تنه لارويان هم وژلي. يو شمېر سرتېري او ولسي خلک سخت ټپيان شوي هم دي. چارواکي وايي دوى تر اوسه د دغۀ بريد او په اسلام اباد کې د نښتو تر منځ تړاو نه دى موندلى. ويل کېږي چې د اسلام اباد د سرۀ جومات ملايان په قبايلي سيمو کې هم د اورپکو ملاتړ له ځان سره لري. تېره شپه وروسته له هغه چې د جومات په جگړه کې څو تنه زده کوونکي ووژل شول، د جومات مسوولينو لوړه وکړه چې د خپلو 'شهيدانو' د وينو غچ به واخلي. په وروستيو مياشتو کې د پاکستان په شمالي قبايلي سيمو او سرحد ايالت کې د حکومت په ضد ځانمرگي بريدونه زيات شوي، چې ځينې يې ډېر خونړي ول. گوربز سيمه په شمالي وزيرستان کې ده چې له تېر کال راهيسې د طالب پلوو اورپکو او حکومت تر منځ پکې اوربند جگړې کمې کړې، خو يو مخ يې پاى ته نه دي رسولې. | ورسره تړلي نور خبرونه 'القاعده په قبايلي سيمو د مرکزونو په جوړولو لگيا ده'24 مارچ, 2007 | خبرونه ځانمرگي بريد پاکستاني سرتيري ووژل03 فبروري, 2007 | خبرونه په قبايلي سيمو کې تاوتريخوالى27 دسمبر, 2006 | خبرونه شېرپاو: ځانمرگى بريد د باجوړ غبرگون دى08 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||