|
شېرپاو: ځانمرگى بريد د باجوړ غبرگون دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د صوبه سرحد په درګۍ ښارګوټي کې د پوځ په يو مرکز کې د بمي بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ٤٢ عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوى دى. د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې يا اى ايس پي آر په پېښه کې د ٤٢عسکرو د وژل کيدو تاييد کړى او دا يي يو ځان وژونکى بريد بللې. پوځ وايي چې په موټر سائيکل سپور يو کس هغه وخت د عسکرو د قلعې ميدان ته ورننوت کله چې عسکر د سهار د معمول په ورزش بوخت وو. د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب شيرپاو د درګۍ پېښه د باجوړ له هوايي بريد سره تړلې ده. ښاغلي شيرپاو وويل که چيرې د باجوړ بريد نه وو شوى نو احتمال وو چې دغه رنګې نور ځان وژونکي بريدونه ترسره شوى وو. درګۍ کې بعضو عيني شاهدانو د ټيلي فون د لارې بي بي سي ته وويل چې د درګۍ د پوځي قلعې په ميدان کې يې له چاودنې وروسته مړي او ژوبل شوي کسان وليدل. د بعضو عيني شاهدانو په وينا بريد د پنجاب رجمنټ ( غونډ ) په قلعه کې هغه وخت ترسره شو کله چې د سهار شاوخوا اته نيمې بجې عسکر په ورزش بوخت وو. درګۍ کې ځايي ژورناليستان وايي چې په ژوبل شويو عسکرو کې د بعضو حالت ښه نه دى او دا امکان دى چې د مړو شمير زيات شي. هغوي وويل چې سخت ټپي شوي عسکر د علاج لپاره پېښور ته منتقل کړ شوي او بعضې د درګۍ روغتون ته وړل شوي دي. د چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو د سوات او ملاکنډ ترمينځه لوى سړک د څه وخت لپاره وتاړه. دا په درگۍ کې چې د صوبايي قبايلي سيمې ښارګوټى دى او له پېښوره شمال ختيځ پلو نژدې ٩٠ کيلومتره ليرې پرته سيمه ده ، د عسکرو په مرکز کې لومړنۍ چاودنه ده. د پاکستان په قبايلي سيمو وزيرستان او باجوړ کې امنيتي ځواکونه او چارواکي په تيرو وختونو کې د بريدونو هدف ګرځيدلي دي. چارواکي د داسې حملو تور اکثره په اورپکو اچوي.
د درګۍ چاودنه يو ورځ وروسته د هغې پېښې شوې ده چې تيره ورځ د صوبه سرحد د ګورنر علي جان اورکزي د جنوبي وزيرستان د سفر پرمهال ٢ راکټى وويشتلى شوې. راکټې هغه وخت وويشتلې شوې کله چې ګورنر د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې يوې قبايلي جرګې ته وينا کوله. مطبوعات وايي چې ګورنر ( والي ) او نور کسان حمله کې بچ پاتې شو ولې ګورنر د بريد وروسته په فوري توګه پېښور ته واپس ستون شو او بعضې ټاکل شوي پروګرامونو کې يې برخه وانخيسته. يو حکومتي وياند وايي چې د بريد هدف ګورنر نه و او دا چې د وخت د کموالي له امله ګورنر پېښور ته واپس ستون شو . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان پر ديني مدرسې بمباري وکړه30 اکتوبر, 2006 | خبرونه پاکستان کې چاودنې ١٢ کسان ووژل08 دسمبر, 2005 | خبرونه د کراچۍ په چاودنه کې دوه کسان ووژل شول15 نومبر, 2005 | خبرونه اوښتې بيړۍ ٦٠ پاکستانيان ووژل05 نومبر, 2005 | خبرونه په پاکستان کې د اورپکو پر ضد عمليات روان دي17 سپتمبر, 2005 | خبرونه دافغانستان او پاکستان په پوله باندې د کټارې غوښتنه 13 سپتمبر, 2005 | خبرونه پاکستان ٢٥٠ اسلامي اورپکې نيولې دي20 جولاى, 2005 | خبرونه پاکستان کې په يوه بمي چاودنه کې نژدې ٣٠ کسان وژل شوي دي 20 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||