BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:19 گرينويچ 2005 ,15 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کراچۍ په چاودنه کې دوه کسان ووژل شول
کراچۍ
کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوى سوداگريز مرکز دى خو تاوتريخواليو ځپلى دى .
پاکستان کې پوليس وايي چې د کراچۍ په بمي چاودنه کې شپږ نه بلکه دوه کسان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې رپورټونو ښوول چې شپږ کسان وژل شوي دي .

په چاودنه کې ١٥ کسان ژوبل دي چې د ځينو حالت يې ډېر خراب دى.

چاودنه د ښار د گڼې گوڼې په يوه بازر کې وشوه دغه وخت خلک خپلو کارونو ته روان وو.

د يوۀ عيني شاهد له خولې ويل کېږي چې چاودنه په يوه رسټورانت کې وشوه.

دغه رستورانت د يوۀ مشهور امريکايي شرکت و چې په کراچۍ کې له تيرو څو کلونو پرانيستل شوى دى .

وړمه ورځ د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ويلي وو چې په پاکستان کې به امريکايي رستورانونو ته کوم گواښ نه پېښيږي .

په همدې ترڅ کې اوس د پاکستان او انگلستان ترمنځ د کريکټ د يوې نړيوالې يوه ورځنۍ لوبې په باب هم خبرې کيږي چې په کراچۍ کې وشي که نه .

انگلستان د امنيت له امله په کراچۍ کې لوبه نه غوښته .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت