BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:25 گرينويچ 2005 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوښتې بيړۍ ٦٠ پاکستانيان ووژل
بيړۍ
د پاکستان سمندري ځواک د مړيو د موندنې هڅه کوي .
پاکستاني چارواکي وايي کراچۍ ته نژدې د يوې کښتۍ د نسکوريدو له امله تر شپېتو پورې کسان وژل شوي دي .

په کښتۍ کې نژدې اتيا کسان سپارۀ وو . سمندري ځواک وايي اولس کسان ژغورل شوي دي .

غوپه وهونکو تر دې دمه د څوارلسو کسانو مړي را ايستلي دي . د پلټنې او ژغورنې عمليات دوام لري .

د پاکستان د پوځ يوه وياند ويلي داسې ښکاري چې په بيړۍ کې تر ټاکلې کچې ډير خلک سپارۀ وو چې د هغې له امله ماته شوه .

رپورټونه ښيي چې دغه کسان يوۀ واړۀ ښارگوټي ته د درو مړيو د وير لپاره روان وو . هغه درې کسان هم په سمندر کې د بيړۍ د اوښتو له امله مړي شوي وو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت