|
پاکستان پر ديني مدرسې بمباري وکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني امنتي ځواکونو قبايلي ايجنسۍ باجوړ کې په يوه ديني مدرسه هوايي بريد کړى دى چې په نتيجه کې يې مرګ ژوبله شوې او مدرسه له منځه تللې ده. د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال شوکت سلطان وويل چې مدرسه د ورانکارۍ او د اورپکو د روزنې لپاره استعماليده. د جنرال شوکت سلطان په وينا پاکستاني ګن شپ هيلى کاپټرو ( توپ لرونکو چورلکو ) د دوشنبې په سهار ٥ بجې د باجوړ د مرکز ښار نه شمال ته په پرتې مدرسې بريد وکړ. هغه زياته کړه چې د معلوماتو ترمخه د حملې په وخت دغه مدرسه کې د ٧٠ او ٨٠ ترمينځه کسان موجود وو. جنرال شوکت سلطان وويل چې حمله په کاميابۍ سرته ورسيده او اکثره اهداف د منځه يوړل شول هغه وويل چې بريد د قوي معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته وشو. ځايي خلک وايي چې مدرسه د غير قانوني ګرځولې شوې ډلې ، تحريک نفاذ شريعت محمدي، د مرستيال آمير مولانا لياقت له خوا جوړه شوې وه. چارواکي تور لګوي چې مولانا لياقت په مدرسه کې خارجيانو ته پناه ورکړې وه. دغه هوايي بريد تر هغې دوه ورځې وروسته شوى چې په باجوړ کې د امريکې پر ضد لويه مظاهره وشوه . ځايي خلک وايي مظاهره کې شاوخواه ٥٠٠٠ کسانو گډون کړى و. د مقامي خلکو په وينا مظاهرچيانو د القاعدې د مشر اُسامه بن لادن او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په مرسته شعارونه ورکړي وو. بريد په داسې وخت شوې دى چې ټاکلې شوې وه د حکومت او د باجوړ د قبايلو ترمينځه د امن يوه موافقه لاس ليک شي چې ويلي شوى وو چې ترمخه به يې قبايل خارجيانو ته پناه نه ورکوي . دا باجوړ کې د يو کال نه په کم وخت کې دويم لوى بريد دى. د روان کال د جنورۍ په مياشت کې د باجوړ په ډمه ډوله کلي امريکې د توغنديو بريد کړې و چې په نتيجه کې يې شاوخوا ١٨ کسان وژل شوي وو. امريکې ويلي وو چې د بريد هدف د القاعدې يو مشر ايمن الظواهري په نخښه کول وو ولې ايمن الظواهرى په دغه بريد کې بچ پاتې شوې و . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستاني پوځ باجوړ کې ځاى پر ځاى کيږي17 اپريل, 2006 | خبرونه مشرف : امريکا سره همکاري کوو 22 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||