BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2006 ,17 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني پوځ باجوړ کې ځاى پر ځاى کيږي

پاکستاني پوځ
په باجوړ کې خلک وايي چې د افغانستان پولې ته ورغلې لارې هم پاکستاني پوځيان جوړوي چې تگ و راتگ ورته اسانه شي
په قبايلي سيمې باجوړ کې د افغانستان پولې سره نژدې پاکستان خپل پوځ او نيمه پوځي ځواکونه ځاى په ځاى کړي دي چې د افغانستان له کونړ ولايت څخه د مشکوکو کسانو پاکستاني سيمې ته د راوړيدو مخه ونيسي.

ځايي خلک وايي چې د پوځ او نيمه پوځي ځواک ،فرنټير کانسټبلرى، دستې يې باجوړ ايجنسۍ ته د رارسيدو په حال کې ليدلې دي.

د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو د تيرو څو ورځو راهيسې مشرقى ولايت کونړ کې د طالب جنګيالو په ضد لوى عمليات شروع کړي دي .

د دې انديښنو چې ګنې د امريکايي پوځونو د عملياتو په نتيجه کې بعضې مشکوک کسان پاکستاني سيمې ته راوښتى شي نو پاکستان پوله تړلې او نور امنيتي ځواکونه يې ځاى په ځاى کړي دي .

سيمه کې ژورناليستان وايي چې پوليټکل انتظاميې د پوځ او د فرنټير کانسټبلرى په سيمه کې د ځاى په ځاى کولو په اړه له قبايلي مشرانو سره مشوره کړې ده.

دا اولنى ځل دى چې د باجوړ د ماموندو په سيمه کې پوځ ځاى په ځاى کيږي .

ځايي خلک وايي چې نيمه پوځي ځواک پولې ته تلونکي د بعضو سړکونو د جوړولو کار هم شروع کړى دى چې پولې ته د رسيدو لپاره اسانتياوې پيدا کړي.

رپوټونه وايي چې د ماموند سيمې په چهارمنګ او سالارزۍ سيمو کې په هغه ځايونو کې پوستې جوړې شوي چې ګومان کيږي مشکوک کسان له دغو لارو څخه پاکستان ته داخلېدې شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت