 | | | د افغانستان پولې ته نژدې که څه هم د پاکستاني پوځ گزمې ډيرې دي خو چاودنې او نښتې پکې لا هم کيږي . |
په پاکستان کې چارواکي وايي دوى د هغو دوو چاودنو پلټنه پيل کړې ده چې د افغانستان پولې ته نژدې د جندولې په ښارگوټي کې وشوې . لومړنۍ چاودنه د چايو په يوې هټۍ کې وشوه چې ١٢ کسان پکې ووژل شول او په لسگونو نور ټپيان شول . چارواکي وايي دا چاودنه دومره زوروره وه چې گاونډيو دوکانونو ته هم خپره شوه . په نورو دوکانونو کې د وسلو يو دوکان هم وو چې د دغې چاودنې له امله يې اور واخيست او دويمه چاودنه وشوه . د پاکستاني پوځ يوۀ جنرال بي بي سي ته وويل تر اوسه پورې د دې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او دا خبره يې هم لا تر اوسه نه ده تاييد کړې چې دا د بم له امله شوې چاودنه وه که کوم بل توکى و . |