BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:07 گرينويچ 2005 ,13 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دافغانستان او پاکستان په پوله باندې د کټارې غوښتنه
د کټاري د جوړولو وړانديز د پاکستان ولسمشر مشرف کړى
د پاکستان لخوا دا وړانديز چې افغانستان سره به پر پوله کټاره جوړوي غواړي د افغانانو د هغو تورونو مخه پرې ونيسي چې وايي پاکستان له خپلې غاړې د مداخلت ودرولوپر وړاندې کافي هڅې نه کوي.

سرچينې وايي ولسمشر مشرف وړانديز کړى چې د پولې پرهغه مهمو سيمو باړ يا کټاره جوړ کړي چې ويل کېږي اورپکي د پولې له دغه سيمو څخه يرغولونه کوي.

دافغانستان او پاکستان تر منځ نژدې دوه زره کلومتره اوږده پوله غځېدلې چې د نړۍ يوه تر ټولوپراخه غرنې سيمه گڼل کېږي.خود دې اوږدې پولې پر ځينو برخود باړ يا کټارې جوړل يو لوى مالي لگښت ته اړتيا لري.

دپاکستان ددې نظر په اړه شننونکي وايي افغانستان به هيڅکله ددې کټارې په پورته کولو سلا نشي ځکه چې اوسنۍ پوله لا تر اوسه هم لانجمنه ده او پښتانه يې له دواړو غاړو وېشلي دي.

دا چې افغانستان کې ټولټاکنې په رانژدې مهال کې کېدونکې دي پر پاکستان فشار نور زيات شوى دى چې په خپله خاوره کې مېشت طالب جنگيالي پرې نه ږدې چې د رايو د بهير د گډوډولولپاره افغانستان ته ور واوړي

د افغان حکومت وياند وايي چې د اغزن سيم غزول گټه نه لري. اصلا د حصار يا اغزې لرونکي سيم مسله هيڅکله نده مطرح شوي. زموږ له انده دا د حل لار نده ځکه د اغزې لرونکي سيم کارونه اغيزمنتوب نلري او د ستونزۍ هوارۍ نشي کولي.

وياند وايي، زموږ له انده د ترهگرۍ د ستونزۍ د هوارولو اصلي چاره، د هغو سرچينو خلاف پل اخيستل دي چي، د ترهگرۍ ملاتړ کوي او وده ورکوي. موږ عقيده لرو يا ترجيح ورکوو چي، نااغيزمنو چارو باندي د لگښت پر ځاي - ښه ده چي دغه پديده له ريښو وايستل شي او ريښو ته دي پاملرنه وشي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت