BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:52 گرينويچ 2007 ,03 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ځانمرگي بريد پاکستاني سرتيري ووژل
پاکستان
دا په تيرو نژدې لسو ورځو کې دريم ځانمرگى بريد دى چې په پاکستان کې کيږي .
پاکستاني پوليس وايي د شنبې ( د سلواغې ١٤ د فبروري ٣ ) په ورځ د ټانک په ښارگوټي کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي خپل گاډى د پوځيانو پر کاروان وجنگاوۀ او دوه سرتيري يې ووژل .

ټانک د پېښور په سويل لويديځ کې پروت دى چې تر ټولو نژدې لوى ښار ورته ډيره اسماعيل دى .

په دغه بريد کې شپږ پاکستاني سرتيري ټپيان شوي هم دي . په تيرو نژدې لسو ورځو کې دا دريم ځانمرگى بريد دى چې په پاکستاني ښارونو کې ترسره کيږي .

تيره اوونۍ په پلازمېنه اسلام اباد کې تر يوۀ ځانمرگي بريد وروسته په پېښور کې هم دغه ډول بريد وشو چې گڼ شمير کسان يې ووژل .

د ټانک ښارگوټى د وزيرستان ناکرارې قبايلي سيمې ته نژدې پروت دى . دغه وروستۍ چاودنه تر هغې يوه ورځ وروسته وشوه چې پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته د وسله والو طالبانو د اوښتو په برخه کې ومنله چې ښايي ځينې امنيتي کسان پرې سترگې پټوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت