|
مشرف: امنيتي چارواکو پر طالبانو سترگې پټې کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف ويلي دي چې د امنيتي ځواکونو بعضو غړو د طالب اورپکو د فعاليتونو په اړه سترګې پټې کړي دي. جنرال مشرف پينډۍ کې يوې خبري غونډي ته وويل چې په بعضو داسې پېښو خبر دى چې په يو څو پوستو امنيتي غړو سترګې پټې کړي دي. هغه ومنل ،کيدى شي بعضې نورو کسانو هم دغه ډول تګلاره خپله کړې وي جنرال مشرف وويل چې د طالبانو يوۀ جګپوړي مشر ملا دادالله درې وارې پاکستان کې د استخباراتي ايجنټانو لخوا د نيولو څخه بچ پاتې شوى دى.هغه زياته کړه چې دادالله اوس پاکستان کې موجود نه دى . جنرال مشرف زياته کړه چې د طالبانو يو قوماندان ملا اختر عثماني د پاکستان پاکستاني ولسمشر ومنل چې بعضې طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته راوړي او دلته د ځان لپاره ملاتړ او فعالين پيدا کوي ولې ټينګار يې وکړ چې طالبان فعاليتونه افغانستان کې دننه کوي او مساله افغانستان کې دننه حل کول غواړي . د ډيورنډ د کرښې په اړه جنرال مشرف وويل چې د ډيورنډ په موجوده کرښې کې به هيڅ بدلون رانه ولي. هغه وويل چې په پوله د ماينونو ښخولو او ازغن تار لګولو لپاره لاجسټکي هلې ځلې پيل شوي دي او يو څو مياشتو کې به پرې کار پيل شي . جنرال مشرف وويل چې په پوله د غير قانوني تګ راتګ مخنيوي لپاره هيچا متبادل وړانديزونه ونه کړل نو ځکه پاکستان دغه ډول پريکړو ته مجبور شو. هغه وويل چې صوبه سرحد کې به افغان پولې سره نژدې د پنځه ديرش کلوميتره برخې په ٧ يا ٨ ځايونو کې ازغن تار ولګول شى. جنرال مشرف ټينګار وکړ چې د پولې امنيت فقط د پاکستان مسوليت نه دى بلکې دا د امريکايي ، ناټو ، افغان او پاکستاني ځواکونو ګډ مسوليت دى. هغه ګيله وکړه چې پاکستان نه د قربانۍ ګډورې جوړويږى ولې دى به هيڅ کله هم دا نظر ونه مني. جنرال مشرف وويل چې پاکستان په پوله د امنيت ټينګولو لپاره ١٠٠٠ پوستې جوړې کړې دي ولې افغانستان فقط د سلو په شاوخوا کې پوستې جوړې دي. پاکستاني ولسمشر د طالبانو مشر ملاعمر او د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار ته د افغان پارليمان لخوا د بخښنې په اړه پوښتنې ته نېغ په نېغه هيڅ جواب ونه ويلو او زياته يې کړه چې دا په افغانستان پورې اړه لري چې څه رنګې پريکړې وکړي. جنرال مشرف يو وارې بيا د شمالي وزيرستان د امن د تړون دفاع وکړه او ويې ويل چې د مسالو په حل کې د قبايلي مشرانو رول ډير مهم دى. | ورسره تړلي نور خبرونه مشرف: طالب او القاعده در اوړي ، په ما شک مه کوئ07 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف: ځينې ورانکاري رېښتيا هم افغانستان ته اوړي 21 جولاى, 2006 | خبرونه سپنتا له ولسمشر مشرف سره پر طالبانو غږيږي23 جون, 2006 | خبرونه پاکستاني پوځ په قبايلي جبه زار کې08 مارچ, 2006 | خبرونه افغان چارواکو د ښاغلي مشرف نيوکې ردکړې06 مارچ, 2006 | خبرونه طالبانو د موسى کلا پر نيولو د سولې تړون مات کړ02 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||