BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:13 گرينويچ 2006 ,08 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني پوځ په قبايلي جبه زار کې

پوځ
پاکستاني پوځ وايي په قباىلو کې يې د ولسمشر بوش له سفره راهيسته ١٢٠ کسان وژلي دي .
د ولسمشر بوش د سفر پر مهال په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او د مشکوکو اورپکو ترمنځ په جګړه کې په مجموعي توګه ٩٦ کسان ووژل شول چې اوس يې شمېر د حکومت پر وينا ١٢٠ ته رسېدلې ده.

کله چې د متحده ايالتونو ولسمشر جارج بوش د سويلي اسيا په سفر په نااعلان شوې توګه ناڅاپه افغانستان ته ورسېد نو د افغان پولې بلې غاړې ته په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو نژدې ٤٥ بهرني او ځايي اورپکي ووژل او ولسمشر بوش د هند تر سفر وروسته د پاکستان د سفر په پاى کې د امريکا پر لور د خوځېدو په حال کې وو چې د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د حکومتي ځواکونو او مشکوکو اورپکو ترمنځ په جګړه کې د حکومت پر وينا ٤٦ جنګيالي ووژل شول. دا ټولې وژنې د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې جګړې برخه وه.

په اسلام اباد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د يوه ساعت تر خبرو اترو وروسته چې کله جنرال پروېز مشرف او ولسمشر بوش د خبريالانو په وړاندې راڅرګند شول نو د دواړو په لهجو کې هغه ګرمي نه وه چې د هند د سفر پر مهال د لومړي وزير من موهن سينگـ او د ولسمشر بوش په لهجو کې وه.

داسې برېښېدله چې د ترهګرۍ پر ضد په نړيواله جګړه کې ولسمشر بوش د عراق او جنرال مشرف د قبايلي سيمو په جبه زار کې نښتى دى.

د پاکستان ٨٠٠٠٠ سرتيري په قبايلي سيمو کې د حکومت پر وينا د څو سوه بهرني او ځايي او رپکو پر ضد په جګړه بوخت دي خو په تېرو درې کالو کې د مشکوکو اورپکو زور د ماتېدو پر ځاى نور پياوړى کېږي او هلته د سيمې ځوانان ورو ورو د مشکوکو اورپکو د شبکې برخه جوړېږي.

درې کاله وړاندې د پوځ د لومړي عملياتو پر مهال له مشکوکو اورپکو سره په جنوبي او شمالي وزيرستان کې د واکمنۍ لپاره يوه لوېشت ځمکه نه وه خو نن د جنوبي او شمالي وزيرستان په زياتره برخو کې د ځايي طالب پلوه جنګياليو واک دى او هلته ځايي قومندانان د افغانستان د طالبانو پر ډول خلکو ته شرعي سزاوې ورکوي.

درې کاله وړاندې قبايلي سيمو ته د ورننوتو پر مهال پوځ د مشکوکو بهرني او ځايي جنګياليو پر ضد د عملياتو لپاره دوه اړخيزه تګلاره خپله کړې وه

د دې يو څرګنده ثبوت څو مياشتې وړاندې د ځايي طالبانو له خوا په شمالي وزيرستان کې د جنايتکارانو د شبکو پر ضد ښکاره عمليات دي چې په کې اورپکو نژدې ٢٠ مشکوکه جنايتکاران ووژل او د ځينو سرونه يې غوڅ کړل او په بازار کې يې په ونو او د برېښنا پر ستنو راځوړند کړل خو د درې ورځو په دې عملياتو کې پوځ او ځايي انتظاميې پر ناهيلو سترګو ننداره کوله.

درې کاله وړاندې قبايلي سيمو ته د ورننوتو پر مهال پوځ د مشکوکو بهرني او ځايي جنګياليو پر ضد د عملياتو لپاره دوه اړخيزه تګلاره خپله کړې وه او پر يوه وخت کې يې پوځي عمليات هم کول او د جرګو او مرکو له لارې يې خبرو اترو ته هم دوام ورکړى وو.

د پوځ دغې جنګي کړنلارې لنډمهالې مثبتې نتيجې ورکړې او د پوځ او ځايي جنګياليو ترمنځ په جنوبي وزيرستان کې د سولې تړون لاسليک شو خو په اوږده موده کې يې داسې خطرناکې پايلې ودرلودلې چې ورو ورو هغه ټول ملکان او خانان يو په يو ووژل شول چې حکومت پلوه وو.

د يوه اټکل له مخې په تېر يو نيم کال کې څه د پاسه ٨٠ حکومت پلوه قبايلي مشران، ملکان، خانان او نور مخور کسان د نامعلومو وسلوالو کسانو لخوا وژل شوي دي او هيچا يې پړه پر غاړه نه ده اخيستې او نه هم حکومت پر چا پړه اچولې ده. په دې ټولو حالاتو کې اوس د حکومت او مشکوکه اورپکو ترمنځ د منځګړيتوب لپاره هيڅوک د وېرې له کبله نه راځي او دا ډول د دواړو غاړو ترمنځ يوه تشه رامنځ ته شوې ده.

د دې يوه بېلګه هغه وخت وليدل شوه کله چې په باجوړ کې د امريکا تر بمبارد وروسته ځايي انتظاميې دوه ځله د مشرانو د جرګې راغوښتلو هڅه وکړه خو دواړه ځله مشرانو له ګډون څخه د وېرې له کبله انکار وکړ.

بلې خوا ته په قبايلي سيمو کې پوځ په بشپړه توګه انتظامي او پوځي کنټرول په لاس کې اخيستى دى او ځايي انتظاميه يې بې لاسه او بې پښو کړې ده. د پوځ تر راتګ وړاندې ځايي انتظاميې د سيمې د ملکانو او مشرانو د جرګو د لارې پښتونولۍ ته په پام سره د سيمې ستونزې پر ډېرې کاميابۍ او پوهې سره حل کولې او ان د پوځي عملياتو په لومړيو ورځو کې چې کله ځايي انتظاميه او ځايي مشران له اورپکو او پوځ سره په خبرو کې ښکېل وه هغه وخت هم تر څه حده د دواړو مخالفو غاړو ترمنځ په جوړ جاړي کې لږ څه پرمختګ شوى وه خو اوس داسې هيڅ نشته.

داسې ښکاري چې ترڅو په قبايلي سيمو کې حکومت پر خپلو پوځي تګلارو له سره غور ونه کړي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ځايي انتظاميه، ټاکل شوي استازو او قبايلي مخورو ته فعال رول ورنه کړي نو د جنرال پرويز مشرف پوځ به د قبايلي سيمو په جبه زار کې نور هم ښخېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت