BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:12 گرينويچ 2007 ,02 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو د موسى کلا پر نيولو د سولې تړون مات کړ

هلمند
ځايي خلک وايي د وسله والو طالبانو له خوا د ولسوالۍ د ودانيو د نړولو په منطق نه پوهيږي
د هلمند والي وايي د موسى کلا په ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو بريد کړى خو لا هم ځايي سپين ږيري هلته واکمن دي .

ځايي خلک بيا وايي چې وسله وال طالبان په موسى کلا کې واکمن دي او پر هغۀ لانجمن اوربند يې پښه اېښې چې ترمخه يې تير کال د ناټو ځواکونو دغه سيمه ځايي سپين ږيرو ته پراېښې وه .

ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي چې وسله والو طالبانو تيره شپه د موسى کلا پر مرکز يرغل کړى ، ځينې سپين ږيري يې نيولي او د ولسوالۍ مهمې حکومتي ودانۍ يې پر بلډوزرونو له خاورو سره خاورې کړي دي .

د عيني شاهدانو په وينا د هلمند د مرکز لشکرگاه شمال ته د پرتې گڼ مېشتي ولسوالۍ موسى کلا اوسيدونکي جوپه جوپه د خوندي سيمو په لور خوځي .

دوى ويره لري چې د وسله والو طالبانو له خوا پر دغې ولسوالۍ باندې د تيرې شپې تر يرغل وروسته ښايي د ناټو ځواکونه په ځواب کې هوايي بمبارۍ وکړي . په کابل کې د ناټو يوې وياندې پر دغو وروستيو پرمختياوو ناخبري وښووده.

خو د هلمند والي اسد الله وفا له بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې وسله والو طالبانو پر موسى کلا ولسوالۍ بريد کړى ، د ولسوال د دفتر ودانۍ ته يې د دۀ په وينا تاوان اړولى دى . ښاغلي وفا ټينگار کاوۀ چې ولسوالي لا هم له ځايي سپين ږيرو سره ده .

ځايي خلکو دا نظر نه تاييداوۀ او ويل يې چې وسله وال طالبان پر دغې ولسوالۍ واکمن دي .

دا لا معلومه نه ده چې وسله والو طالبانو ولې د تير کال هغه تړون مات کړى چې ترمخه يې ناټو ځواکونه له ولسوالۍ ووتل او واک يې ځايي سپين ږيرو ته پرېښود .

د عيني شاهدانو په وينا د طالبانو په وړاندې مقاومت نه دى شوى . ځينې يې علت د وسله والو طالبانو قوت او په ولسوالۍ کې د مېشتو ځواکونو کمزوري گڼي .

وسله والو طالبانو په چټکۍ ځينې هغه سپين ږيري ونيول چې د تړون ترمخه پر ولسوالۍ کې برلاسي پاتې شوي و . د موسى کلا د ښار ځينو اوسيدونکو ويل چې طالبانو د بلډوزرو په مټ د ولسوالۍ ودانۍ ، د امنيې قومنداني او زندان ونړاوۀ .

 ځايي اوسيدونکي وايي دوى د وسله والو طالبانو له خوا د دغو ودانيو د نړولو په منطق نه پوهيږي .

د موسى کلا د ولسوالۍ او د امنيې د قومندانۍ لپاره ودانۍ په دې وروستيو کې په خورا ډير لگښت بيا رغول شوې وې .

ځايي اوسيدونکي وايي دوى د وسله والو طالبانو له خوا د دغو ودانيو د نړولو په منطق نه پوهيږي .

ځينې دا عمل د دې ښکارندويه بولي چې گواکې وسله وال طالبان دغلته د پاتې کيدو هيله او توان ښايي په ځان کې نه ويني .

د موسى کلا ولسوالۍ د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې د ناټو او وسله والو طالبانو د سختو نښتو شاهده وه .

ځايي سپين ږيرو دغه نښتې هغه مهال پاى ته ورسولې چې د وسله والو طالبانو او ناټو ترمنځ يې منځگړيتوب وکړ او له دواړو غاړو يې وغوښتل چې د ولسوالۍ امنيت دوى ته پرېږدي .

پر دغه تړون سختې نيوکې هم وشوې او آن دا وويل شول چې گواکې د ناټو غړي هيوادونه پرې يوه خولۀ نه و. د وسله والو طالبانو له دې وروستي يرغل سره د موسى کلا اوسيدونکي اوس بيا په دې ويره کې دي چې جگړه به يې سيمې ته ورستنيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت