|
ناټو : په موسى کلا کې تړون نه دى مات شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کې تر سختې جگړې ايله يوه ورځ وروسته ناټو ، ځايي سپين ږيرو او طالبانو ويلي چې د سولې تړون نه دى مات شوى . د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کې ديکشنبې په ورځ د څو اوونيو تر کرارۍ وروسته د ناټو پر يوۀ کاروان د وسله والو طالبانو له خوا د بريد خبر خپور شو . دغې نښتې ډيرې پوښتنې په دې پيدا کړې چې دغلته څه موده وړاندې د سپين ږيرو او ناټو ترمنځ د سولې تړون شوى و . د تړون ترمخه سپين ږيرو ژبه کړې وه چې وسله وال طالبان به په دغې ولسوالۍ کې نه پريږدي . په موسى کلا کې نښته د ډيرو په گومان په دې مانا وه چې گواکې وسله وال طالبان پر سپين ږيرو برلاسي شوي او له ناټو سره شوى تړون نور مات دى . دغه شک په دې دليل لا پياوړى شوى و چې تيره اوونۍ په افغانستان کې د ناټو پوځي مشر ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز ويلي و، که په موسى کلا کې د وسله والو طالبانو څرک ولگيږي نو دوى به بيا هغې ولسوالۍ ته ورشي . برتانوي جنرال دا هم ويلي و چې دغه ډول يو عمل به د موسى کلا د سپين ږيرو له خوا له خپلې ژبې اوښتل وي . په موسى کلا کې د يکشنبې د ورځې پر نښتې يوه ورځ وروسته درو واړو غاړو نظر وښوود . د ناټو ، ځايي سپين ږيرو او وسله والو طالبانو په وينا دغه جگړه له هغې سيمې وتلې وه چې په ياد شوې تړون کې ياده شوې ده. دا په يو حساب لومړى ځل دى چې ناټو او وسله وال طالبان پر يوې موضوع يو دريځ ښيي . بل پلو په هلمند کې ځينې ځايي چارواکي د وسله والو طالبانو او ناټو خبره نه مني او په دې شرط چې نوم يې نه وي اخيستل شوى د يکشنبې د ورځې نښته د سولې له شوي تړون څخه سرغړونه بولي . د پېښو څارونکي په دې باور دي چې د موسى کلا د تيرو څو مياشتو سوله ييز حالت درو واړو غاړو ، ناټو ، وسله وال طالبان او سپين ږيرو ته خورا مهم دى . ښايي دوى نه غواړي چې بيرته جگړو ته ستانۀ شي . په افغانستان کې د ناټو د ځينو پوځي چارواکو په وينا د ځايي خلکو د زړۀ او ذهن گټل او د ولس په مټ له وسله والو طالبانو ځان خلاصول لويه لاسته راوړنه ده. د سولې پر دغۀ تړون نقد کوونکي بيا وايي چې وسله والو طالبانو له موسى کلا څخه پر وتلو ځانته د ساه اخيستلو او دمې موقعې وموندله . ځايي سپين ږيري بيا دغلته سوله پر خپله ژبه د دريدلو نخښه بولي . | ورسره تړلي نور خبرونه ريچرډز : د موسى کلا حالات له نژدې څارو28 نومبر, 2006 | خبرونه د هلمند په موسى کلا کې بيا نښته شوې ده03 دسمبر, 2006 | خبرونه له بن څخه پنځه کاله وروسته ، افغانستان ته ورپيښې امنيتي ننگونې 03 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||