|
د هلمند په موسى کلا کې بيا نښته شوې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهلمند دموسى كلا ولسوالۍ څخه د تودې جګړې خبر رارسيدلى دى. سيميز وګړي وايي چې جګړه د وسلوالو طالبانو اود ناټو تر مشرۍ لاندې د برتانوي ځواكونو ترمنځ شوې ده . سيميز چارواكي په نښته كې د پنځو طالبانو د وژل كيدو خبره كوي خو سيمزو وګړي هم وايي چې دناټو په بمبار كې ورته زيان اوښتى دى . عيني شاهدان وايي په دغه اوږده نښته كې د وسلوالو طالبانو ترڅنګ سيميزو وګړو ته هم د سر دروند زيان اوښتى . له موسى كلا ولسوالۍ څخه لښكرګاه ته يوه راستانه شوي عيني شاهد عبدالله وويل دموسى كلا له لنډۍ ناوې سيمې څخه تيره شپه دوې بجې طالبانو دايساف پريوې ګزمې بريد وكړ چې وروسته ناټو له هوايي ځواك څخه مرسته بمباري يې وكړه . عيني شاهدان وايي چې په بمبارۍ كې دملكي وګړو څلور كورونه ويجاړ اود يوې كورنۍ دوه ماشومان هم وژل شوي دي . دهلمند چارواكي هم د جګړې دخبر پخلى كوي او وايي چې دناټو سرتيري موسى كلا ته څيرمه په نوزاد ولسوالۍ كې په ګزمه بوخت وۀ چې طالبانو بريد پرې وکړ . د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخيل بي بي سي ته وويل دناټو د رتيرو په ځوابي بريد كې پنځه طالبان وژل شوي اوګڼ شمير نوريې ټپيان دي چې دده په وينا مړي يې پرځاى پاته دي . طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . د وسى كلا د وروستۍ نښتې خبر په داسې حال كې تر رسنيو رسيږي چې دتيرو څه دپاسه دوو مياشتو راهيسې په دغه سيمه كې جنګ جګړه نه وه شوې . د ناټو ځواكونو ويل چې د سيمې سپين ږيرو ورته ويلي دي چې نور به په خپله سيمه كې طالبانو ته اجازه نه وركوي چې پرافغان اوناټو سرتيرو بريدونه وكړي. تيره اونۍ د ناټو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ ويلي وه كه په موسى كلا ولسوالۍ كې دطالبانو څرک ولګول شي نودوى به ورباندې درانه ګذارونه وكړي . كه څه هم مخكې د دغې ولسوالۍ قومي سپين ږيرو د يوۀ ډاډمن امنيت خبروركړى وو خو اوس يوځل بيا د دغې سيمې له اوسيدونكو سره داسې ويره پيداه شوې چې ښايي طالبان يوځل بيا د دوى له سيموڅخه د مورچې په توګه كارواخلي اوناټو دې ته اړه باسي چې يوځل بيا په سيمه كې خپل عمليات روان وساتي . | ورسره تړلي نور خبرونه ريچرډز : د موسى کلا حالات له نژدې څارو28 نومبر, 2006 | خبرونه ناټو: که خلک ډاډ راکړي له نورو سيموهم وتلى شو18 اکتوبر, 2006 | خبرونه برتانوي عسکر له موسى کلا نه ووتل17 اکتوبر, 2006 | خبرونه د هلمند ځانوژنکي د حاجيانو په گډون ١٨ووژل26 سپتمبر, 2006 | خبرونه برتانيا : جگړه سخته ده خو گټلاى يې شو19 سپتمبر, 2006 | خبرونه د هلمند چاودنې ١٥ ماشومان وژلي28 اگست, 2006 | خبرونه ناټو : له هلمنده د وتلو تکل نه لرو13 اگست, 2006 | خبرونه هلمند: طالبانو د دوه ولسواليو د نيولو ادعا کړې 18 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||