BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:55 گرينويچ 2006 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: که خلک ډاډ راکړي له نورو سيموهم وتلى شو

هلمند کې د ناټو ځواکونه
د هلمند په ځينو ولسواليو کې ناټو امنيت سيمه ايزو خلکو ته وسپاره
د ناټو ځواکونه وايي د خلکو د مرستې او ډاډ د ورکولو په صورت کې تياردي چې دافغانستان له يو شمېر نورو سېمو نه هم خپل ځواکونه وباسي او خلکو ته ېې وسپاري .

خو دا کار يې په دې شرط تر سره کېدونکى بللى چې سېمه ييز چارواکي او دافغانستان دولت ترې ملاتړ وکړي .

تېره ورځ دناټو تر قوماندې لاندې برتانوي ځواکونو د هلمند د موسى کلا ولسوالى خوشي کړه او امنيت يې افغان پوليسو او سېمه ېېزو خلکو ته وسپاره.

خو په همدې حال کې د ناټو او افغان دولت چارواکې له طالبانو سره هرډول جوړ جاړى ردوي .

سره له دې چې د هلمند له موسى کلا نه ناټو د برتاڼوي ځواکونو وتلو په افغانستان کې د خلکو او سياسي کړيوپه منځ کې گڼې پوښتنې را پورته کړي ، په کابل کې دناټو د ځواکونو وياند مار ليټي وويل که سيمه ايز خلک د موسى کلا د اسيدونکو په څير ورته په خپله دامنيت د ساتلو ډاډ ورکړي دناټو ځواکونه به د يو شمېر نورو سېمو نه هم ووځي

(( په موسى کلا کې په خپله سيمه ايز مشران راغلل او زموږ ځواکونو ته يې وړاندېز وکړ چې کولاى شي د خپلې سېمې امنيت ټينگ کړي . هغوى دغه وړانديز له سيمه دولتي چارواکوسره هم شريک کړ. دموسى کلا داوسېدونکو وړانديز داوو چې ددولت واکمني به هلته ټينگه وي او دولتي ادارې به هم فعالې وي . پردې سربېره سېمه ېېزو مشرانو ژمنه وکړه چې خپله سېمه به ارامه ساتي . او ناټو هم ددغو مشرانو ژمنې ته احترام وکړ او له سېمې نه ېې خپل برتانوي سرتېري وويستل .))

په کابل کې دناټو وياند زياته کړه که په نورو سيمو کې هم ورته غوښتنې ، ژمنې او ډاډ ورکول وي نو دوى ورته ښه راغلاست ووايي . خو ټينگار يې وکړ چې ددغه ډول غوښتنو د پوره کولو شرايط به په هره سېمه کې توپير ولري .

(( په اصولو کې که دنورو سېمو خلک هم ورته غوښتنې چې دناټو ځواکونه دې ددوى له سيمو ووځي ولري ورسره مو افق يو . خو نه په هغه ډول چې په موسى کلا کې تر سره شو. بايد ووايم هره ورته غوښتنه چې مطرح کيږي بايد ددولت سېمه اېز او مرکزي چارواکو ورسره منلي وي . خودهرې سېمې شرايط به جلا وي .ځکه چې د بيلا بېلو سېمو امکانات او وضيعت توپير لري ))

د جنگ ځپلي هلمند له موسى کلا نه د نآټو د ځواکونو وتلو له خلکو سره دا شکونه زيات کړي چې کېداى شي افغان دولت او ناټو له طالبانو سره خبرې اتري کړي وي .

دافغانستان په ننيو يو شمېر چاپي خپرونو کې هم په دې اړه لېکنې شوي دي .
خو په کابل کې د ناټو وياند مارک ليټي له طالبانو سره د نآ ټو هر ډول خبرې اترې رد کړې او وېې ويل چې په موسى کلا کې يې د قومې مخورو سره خبري کړي چې د ښاغلي ليټي په وينا داخبرې اترې د افغاني دودونو پر بنسټ په ډېر دېمو کراتېک ډول تر سره شوې

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت