|
د هلمند ځانوژنکي د حاجيانو په گډون ١٨ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په وژل شويو کې شپږ تنه افغان امنيتي ساتونکي او دولس يې سيمه ييز وگړي دي. د هلمند د ولايت وياند حاجي محي الدين وايي بريد کوونکى چې ويې نه شواى کړى ولايت ته ننه وځي د هغو خلکو په گڼه گوڼه کې ځان والوزاوه چې د بيت الله شريف حج ته د نوم ليکلو لپاره په ليکه ولاړ و. دغه راز يوه مېرمن هم چې ظاهرا"يې سوال کاوه، په دې بريد کې وژل شوې ده. په بريد کې تر اوولسو تنو پورې ولسي وگړي ټپيان دي. د وژل شوي ځانوژونکي د بدن ټوټې هرې خواته پرتې وې او سيمه د هغو کسانو په وينو سره شوې وه چې د هغه د عمل قرباني شوي دي. يوه طالب وياند چې ځان قاري يوسف بولي د بريد پړه ومنله او بريد کوونکى يې د سيمې يو طالب وباله. دا لومړى ځل ندى چې اورپکي په هلمند کې ولسي وگړي په نښه کوي. شل ورځې دمخه هم د لښکرگاه په گڼ بازار کې د ځانمرگي بريد له امله يو ويشت تنه وژل شوي وو چې نژدې ټول يې ولسي وگړي وو. د هغه بريد پړه هم طالبانو پر غاړه اخيستې وه. له بلې خوا د کابل په جنوب کې د سړک د غاړې بم يو ايټالوى سوله ساتى او يو افغان کوچنى وژلي او گڼ نور يې ټپيان کړي دي.
له کابل نه عبدالمالک عاصم ددغه بريد په اړه وايي: د چهار اسياب بازار ته نژدې پر نوي لواى واټ دغې چاودنې د سوله ساتو ځواکونو يو زغره وال گاډى په بل مخ اړولى وو. سوله ساتو ځواکونو او افغان پوليسو داد سړک دغاړې خښ شوي له لېرې کنتروليدونکى بم وباله چې دنړيوالو ځواکونو يو سرتيرى او په لاره تېرېدونکى يو ماشوم يې وواژه . د پوليسو يوه چارواکي وژل شوى سرتېرى د اېټاليا اوسېدونکى وښود. دسوله ساتو ځواکونود خبر پاڼې پر اساس په دغه چاودنه کې د ايساف د ٥ سرتيرو په گډون لس کسان پکې ټپيان شوي دي . د چاودنې سيمه د هغو سرتيرو له خو کلابنده شوې وه چې د کاروان يو گاډى يې پکي ويجاړ شوى وو. دغه کاروان سهار له کابل نه د لوگر پرلوري روان وو . په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې څانگې مشر جنرال عليشاه پکتيا وال چاودنه ډېره زوره وره وبلله: (( دغه بم تر پله لاندې ايښودل شوى وو، ټول سړک يې خراب کړيدى، ستر بم وو او په نوي ډول ځاى په ځاى شوى وو . په ښار کې مو کلک امنيتي گامونه پورته کړي او دا بريد ښيي چې ترهگر اوس له ښار نه بهر بريدونو ته مجبوره شوي دى )). په سيمه کې يو شخصي کرولا موټر هم خراب شوى ولاړ وو. پوليسو وويل چې ٥ ملکي ټپيان دهمد ې موټر سپر لۍ وې. تر چاودنې يو ساعت وروسته سيمې ته دايساف دوې الوتکې راغلې او داسې ښکاريده چې ټپيان يې له دغه ځايه لېږدول. نړيوال ځواکونه وايي دا ډول بريدونه به د دوى د سوله ساتنې پر ما موريت کوم ناوړه اغيز ونکړي . تر پېښې وروسته د کابل په ښار کې هم امنيتي تدابېر زيات شول او په ځينو څلور لارو کې پوليس ولاړ دي او موټرونه تلاشي کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||