|
ريچرډز : د موسى کلا حالات له نژدې څارو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ جوړ جاړي په افغانستان کې دننه او دباندې بيلا بيل بحثونه وپارول . د طالبانو له نسکوريدو راهيسته دا لومړى ځل و چې نړيوالو ځواکونو د ولسمشر کرزي د حکومت په ملاتړ له ولسي خلکو سره د روغې جوړې له لارې د ټوپک خولې وتړلې . کورنيو او بهرنيو نقد کوونکو دا د طالبانو لپاره د ساه اخيستو موقعې وبلله . خو ملاتړ يې په موسى کلا کې کراري د عادي ژوند د راستنيدو پيلامه گڼي . په هلمند کې څه باندې درې زره برتانوي سرتيري ځاى پر ځاى دي . همدوى د ناټو په چوکاټ کې د موسى کلا د جوړ جاړي تر ټولو ژبه ور ملاتړي دي . خو په افغانستان کې د ناټو پوځي مشر ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز وايي د دغې ولسوالۍ حالات له نژدې څاري . د دۀ په وينا که چيرې داسې څرک ولگيږي چې وسله وال طالبان په دغې ولسوالۍ کې فعاليت کوي نو دا به د قومي مشرانو له خوا له خپلې ژبې اوښتل وي . د دغه برتانوي جنرال په وينا که چيرې داسې څه وويني نو برتانوي سرتيري به يو وار بيا په موسى کلا کې ځاى پر ځاى شي . د ځايي خلکو په وينا دغلته د ناټو او وسله والو طالبانو ترمنځ څو مياشتنيو نښتو عادي ژوند په ټپه درولى و . خو له جوړ جاړي څخه وروسته يو وار بيا داسې نښې ليدل شوي چې ښايي د مثبت بدلون په لور گام اخيستل شوى وي . د موسى کلا د جوړجاړي برياليتوب شايد د هلمند او نورو جنگ ځپلو ولايتونو سيمو ته دا موقعې برابره کړي چې د ټوپک خولې پکې وتړل شي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو: که خلک ډاډ راکړي له نورو سيموهم وتلى شو18 اکتوبر, 2006 | خبرونه برتانوي عسکر له موسى کلا نه ووتل17 اکتوبر, 2006 | خبرونه افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه 02 مۍ, 2006 | خبرونه هلمند کې برتانوي ځواکونو رسما په کار پيل وکړ 01 مۍ, 2006 | خبرونه هلمند کې لرغوني اثار وموندل شول15 اپريل, 2006 | خبرونه چارواکي : هلمند والو طالبانو ته ځواب ووايۀ01 اپريل, 2006 | خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه په زرگونو برتانوي سرتيري هلمند ته ځي26 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||