BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:48 گرينويچ 2006 ,23 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو
د راډ وايټ په نامۀ يوۀ لويديځوال د افغانستان د هلمند په ولايت کې يو کال تير کړ چې هلته له بزگرانو سره مرسته وکړي . دۀ د هلمند د ورځني ژوند ځينې عکسونه اخيستي دي چې په دغو پاڼو کې يې د دۀ له څرگندونو سره ليدلى شئ .

(( يادونه : بي بي سي پښتو وېبپاڼه ( زما ښار زما له سترگو ) لړۍ پيلوي . که تاسو د خپل ښار ، کلي يا ولايت عکسونه اخيستي وي ، راويې ليږئ ، ستاسو له نوم ، عکس او د عکسونو له تشريحاتو سره يې خپروو . لطفآ يوازې هغه عکسونه راوليږئ چې تاسو اخيستي وي . له هر عکس سره دا هم وليکئ چې د څه په باب دى او ولې تاسو ته ښه ښکاره شوى . ))
پته مو ده : [email protected]

که په الوتکه کې د هلمند د پاسه سفر وکړئ فکر به کوئ دلته هيڅ نشته ، نه سړک شته نه رڼا ، چې ورکښته شئ بيا هم کيسه همداسې ده دغلته ژوند خورا سخت دى

که څه هم له څو کلونو راهيسته په هلمند کې وچکالي وه خو د سيند له برکته د هلمند خاوره ښه ښىرازه ده . ډير بزگران کوکنار کري . د کوکنارو د کرکيلې ختمول دغلته يوه ټوکه ښکاري . يو کس له ترکتور او څو وسله والو کسانو سره راشي او شايد يوازې هغه کرونده خرابه کړي چې ناروغه وي . بزگر رشوت ورکړي او سړى په خپله مخه ستون شي .

د کوکنارو د کروندې حاصلات د اپريل په مياشت کې ( ورى - غويى ) کې پيليږي . له دې څخه خپله يو صنعت جوړ شوى دى . ما يو کس وليد چې د کوکنارو د شيرې ټولولو ته سامان الات جوړوي . بزگران د حاصلاتو د ټولو پر وخت درې ځلې د کوکنارو شيره وباسي چې دغه کار خپل مهارت غواړي

دا ماشومان د يوۀ بزگر اولادونه دي . دوى له خپل پلار سره مرسته کوي . کله نا کله ښوونځي ته هم ځي شايد د اوونۍ دوه يا درې ځلې د څو ساعتونو په مخ ښوونځي ته ورځي . دغه ماشومان ډير ژر لويږي ان په دې عمر کې لا له فزيکي پلوه درانۀ کارونه کوي

دا وړه ماشومه شپنه ده . اوزې پيايي .په هلمند کې ان نهه کلن ماشومان ليدلى شئ چې د موټر په جلب ناست وي او په لويو لارو گاډى چلوي . دا هغه ټولنه ده چې تر ښځو پکې سړي ډير ښه پايي . همدا نجلۍ ښايي په ١٤ کلنۍ وادۀ شي همدا اوس د وړې شپنې په توگه د دې د ازادۍ ورځې دي .

په هلمند کې ژوند اسانه نه دى خو استوگن يې د ساعت تيرئ او له ژونده د خوند اخيستلو هر ډول لارې مومي . دغه کسان د ډبرې غورځولو سيالي کوي . دلته د چرگانو او سپو جنگول هم ډير نندارچيان راټولوي چې د جمعې په ورځو يې کوي

ورسره تړلي نور خبرونه
د فرهاد دريا انځوريز البوم
11 مارچ, 2006 | خبرونه
دوبۍ : انځوروييز رپوټ
26 فبروري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت