BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:48 گرينويچ 2006 ,26 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دوبۍ : انځوروييز رپوټ
دوبۍ
د افغانستان او پاکستان په سلگونو زره کارکوونکي د دوبۍ په غوړيدونکي ښار کې کار کوي .
متحد عرب امارات په ١٩٧١ کال کې له برتانيا څخه د خپلواکۍ تر گټلو وروسته د اوو ايالتونو د يوۀ فدراسيون په توگه جوړ شو .

که څه هم دغه اووه سره ايالتونه تر ډيره خپلواک دي خو پر متحدو عربو اماراتو باندې د واکمنو يوه ستره شورا واک چلوي چې اووه اميران پکې دي .

په ١٩٥٠ مو کلونو کې د تيلو تر پيدا کيدو وړاندې د متحدو عربو اماراتو د عايد يوازينۍ لاره کب نيول و .

خو له تيلو سره څنگ ته د سوداگرۍ غوړيدلو او د گرځندوى صنعت پرمختگ د متحدو عربو اماراتو ټول ايالتونه خو په ځانگړې توگه دوبۍ د سيمې په يوۀ خورا مهم سوداگريز مرکز بدل کړ چې د نړۍ ځينې ښکلې ودانۍ پکې جوړې شوې .

د دوبۍ برج العرب هوټل د نړۍ يوازينى اووه ستورى هوټل دى .

په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان له سلگونو زره کارکوونکو سربيره د نورې نړۍ گڼ شمير کارکوونکي هم کار کوي .

دوبۍ په سيمه کې د سوداگرۍ په يوۀ ډير مهم مرکز بدله شوې ده .

دوبۍ خورا ډير او ښکلي هوټلونه لري .متحد عرب امارات هڅه کوي چې د سيلانيانو شميره يې ډيره شي ، يوه سروې ښيي چې يوازې له برتانيا څخه په سلگونو زره کسان هر کال دوبۍ ته د تفريح لپاره ځي

د برج العرب د هوټل دپاسه د تينس لوبغالى د نړۍ تر ټولو په هسک ځاى کې جوړ شوى لوبغالى دى چې له مځکې ٣٢١ متره لوړ دى

برج العرب د نړۍ يوازينى ٧ ستورى هوټل دى


ورسره تړلي نور خبرونه
تيره اوونۍ په عکسونو کې
25 دسمبر, 2005 | خبرونه
د زلزلې عکسونه
09 اکتوبر, 2005 | خبرونه
انځوريز رپورټ
08 اپريل, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت