BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:49 گرينويچ 2006 ,17 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارسدې ته د ولسمشر کرزي د سفر انځوريز رپوټ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن د جمعې په ورځ ( د سلواغې ٢٨ د فبروري ١٧ ) پېښور ته نژدې چارسدې ته ولاړ او هلته يې دپښتنو د ملتپال مشر خان عبدالولي خان فاتحه وکړه چې درې اوونۍ دمخه وفات شوى و.

.ولسمشر کرزي په چارسدې کې د عوامي نشنل گوند مشرتابۀ ته وويل (( موږ له يو بله جلا نه يو ، زموږ ژوند او برخليک يو دى ))

ولسمشر کرزي د خان عبدالولي خان له زوى اسفنديار ولي خان سره وليدل او د دوى کورنۍ ته يې فاتحه وکړه .

ولسمشر کرزي د ځينو خبريالانو پوښتنې هم ځواب کړې او ولي خان يې د ټولو پښتنو مشر وبالۀ .

ميرمن نسيم ولي خان او د عوامي نشنل گوند نورو لوړ پوړو غړو ولسمشر کرزي ته وويل چې د ولي خان د لر او بر افغان سياسي تگلاره به نه پسې پريږدي .

چارسدې ته د سفر پر وخت ولسمشر کرزي د عوامي نشنل گوند له لوړ پوړو غړو سره وليدل

له ولسمشر کرزي سره د کابينې ځينې لوړ پوړي غړي هم ملۀ وو .

د عوامي نشنل گوند اوسني مشر او د وليخان زوى اسفنديار ولي خان ولسمشر کرزي ته د هرکلي پر مهال وويل چې دوى اوس هم د لر او بر پښتانه په اړه د وليخان پر سياسي نظريو ټينگ دي.


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت