BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:31 گرينويچ 2005 ,19 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغان پارلمان انځوريز رپورټ
د افغانستان نوى پارلمان چې غړي يې د وږي يا سنبلې په مياشت کې ټاکل شوي او په دېرشو کلو کې لومړنى دى، نن ( د ليندۍ ٢٨ د دسمبر ١٩ ) په رسمي ډول پرانستل شو.

د پارلمان پرانيستونکې غونډه د قران مجيد په ايتونو پيل او ورپسې دعا وغوښتل شوه .

د نوي پارلمان د رياست دريځ ، د رياست څوکۍ ته لږ تر لږه ٢٠ کسانو ځانونه کانديد کړي دي .

د افغانستان د پارلمان لپاره نوې ودانۍ د هندي انجينيرانو په مرسته جوړيدونکې ده اوسنۍ غونډه د پارلمان په پخوانۍ ودانۍ کې کيږي چې د جگړو پر وخت زيانمنه شوې وه خو اوس بيا رغاول شوې ده .

ولسمشر حامد کرزي د پارلمان له نويو غړو لوړه واخيسته . او ورپسې يې په وينا کې وويل چې دا د ديموکراسۍ په لور يو گام دى .

په دغې پرانيستونکې غونډې کې گڼ شمير نړيوالو لوړ پوړو چارواکو هم برخه واخيسته چې پکې د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر هم و .

د پرانيستونکې دستورې پر وخت کلک امنيتي گامونه پورته شوي وو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت