BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:50 گرينويچ 2005 ,18 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي
کابل
د پارلمان لومړنۍ غونډه به دارلاامان ته نژدې کيږي چې په دې وروستيو کې يوه چاودنه پکې وشوه .
له درو لسيزو ډيره موده وروسته د افغانستان پارلمان په لومړي ځل سبا دوشنبه ( ليندۍ ٢٨ د دسمبر ١٩ ) غونډه کوي .

د پارلمان له پرانيستنې سره به په ٢٠٠١ کال کې د بن د شوي تړون وروستۍ برخه هم بشپړه شي .

د پارلمان د پرانيستونکې غونډې په وياړ افغان ولسمشر د دوشنبه ورځ په ټول هيواد کې د رخصتۍ ورځ اعلان کړې ده .

د دغې غونډې لپاره په کابل کې کلک امنيتي گامونه پورته شوي دي . د پارلمان ودانۍ ته نژدې ايله څو ورځې وړاندې يوه چاودنه وشوه . ځينو رپورټونو د طالبانو د يوۀ تش په نامۀ وياند له خولې گواښ ياداوۀ چې گواکې دا پارلمان نه مني او د بريد هڅې به پرې کوي .

له بل پلوه د پارلمان په پرانيستونکې ناسته کې د نړۍ له لروبره يو شمير لوړ پوړي بهرني ميلمانۀ هم برخه اخلي .

د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر ډيک چيني به د دغو ميلمنو په سر کتار کې وي .

تمه ده چې ولسمشر حامد کرزى او د دوى د کابينې غړي به هم په دې دستوره کې حاضر وي .

په نظر کې دي چې د افغانستان د ملي شورا په لومړنۍ افتتاحيه غونډه کې د ولسمشر کرزي او د امريکا د ولسمشر مرستيال ډک چيني په گډون د ملگروملتونو سازمان دسولې د ساتنې د چارو مسول ژان ماري گويهينو ، په کابل کې بهرني دپلوماتان او د پاکستان د پارلمان يو پلاوى برخه واخلي .

د پارلمان رياست ته ٢٠ کسانو ځانونه کانديد کړي دي .

د ملي شورا په لومړۍ غونډې که به اصلي وينا د ولسمشر کرزي له خوا کيږي او د ولسي جرگې مشر به ټاکل کيږي .

ويل کيږي چې د ولسي جرگې دمشرتابه لپاره به تر ٢٠ کسانو پورې سيالي کوي.

چارواکو ويلي چې غونډه به سيمه ييز وخت د سهار په ٨ بجو د هيواد د بيرغ په پورته کولو سره پيل شي او د ملي شورا ٣٥١ تنه غړي به د ولسمشر په وړاندې د لوړې مراسم ترسره کوي. ولسي جرگه ٢٤٩ تنه او د مشرانو جرگه ١٠٢ تنه غړي لري.

د پرانيستېنې په غونډه کې د جهادي مشرانو د گډون يادونه هم شوې ده . دا په داسې حال کې ده چې د هغوى له ډلې ډير واردمخه ولسي جرگې ته ټاکل شوي هم دي .

د بدخشان له ولايت څخه د مجاهدينو مخکينى ولسمشر برهان الدين رباني ، له کابله ، يونس قانوني او محمد محقق ، له ننگرهاره قومندان حضرت علي ، له زابله قومندان سلام راکټي په دغو کسانو کې د يادونې وړ دي .

دغه راز پير گيلاني ، قسيم فهيم او حضرت صبغت الله مجددي د ولسمشر کرزي له خوا د مشرانو جرگې ته په انتصابي غړو کې راغلي دي .


ورسره تړلي نور خبرونه
دټاکنو نتيجې نهايي شوي
13 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت