BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:41 گرينويچ 2005 ,19 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا له بن وروسته هم ملاتړ کوې

رونالد نيومن
رونالد نيومن افغانانو ته د ټاکنو مبارکې ورکړه
افغانستان کې د متحدو ايالاتو سفير د بن د پريکړه ليک له بشپړيدلو وروسته د خپل هيواد د ملاتړ ډاډ ورکړ.

رونالد نيومن ټاکنو کې د افغان ښځو ونډه پراخه او د ستايلو وړ وبلله. نوموړي وويل، اوسني حالات بايد له څلور کاله وړاندي سره پرتله شي چې طالبانو ښځې له ټولو حقونو بې برخې کړې وې.

د ښاغلي نيومن په وينا، کله چې د زلمي خليزاد په ځاې کابل کې د متحدو ايالاتو د سفير په توگه وټاکل شو، ولسمشر جورج بوش ورته وويل – امريکا به اوږدې مودې لپاره افغانستان کې پاتې شې.

د امريکا اوږدمهالى شتون
 افغانستان ته له راتلو دمخه ولسمشر بوش راته وويل، امريکا به د اوږدې مودې لپاره – افغانستان کې خپل شتون وساتي.
رونالد نيومن

د امريکا د سفير په اند، ډيرۍ افغانان خپل هيواد کې د امريکاي پوځيانو د شتون ملاتړ کوي. نوموړي هيله څرگنده کړه چې د راتلونکي پارلمان غړې به هم ورته اند ولري. رونالد نيومن وويل، کله چې افغانستان له امنيتي او اقتصادي پلوه پخپلو پښو ودريږي نو امريکا به خپل سرتيرې له افغانستان وباسي.

ناټو ته د قومندې سپارل

٢٠٠١ م کال کي د طالبانو د واکمنې له نسکورولو راپديخوا زرگونه امريکاې پوځيان افغانستان کې ميشت دي. پدي وروستيو کې د متحدو ايالاتو د دفاع وزارت د شمالې اتلانتيک د تړون له سازمان يا (ناټو) وغوښتل چې، افغانستان کې د نړيوالو اييتلافي ځواکونو قومنده واخلي، او پدې توگه له افغانستان څخه د يو شمير امريکاي سرتيرو د ايستلو لپاره لار پرانيزي.

خو جرمني، فرانسه او هسپانيه انديښنه لري چې، د دوې سوله پالو ځواکونو ته د اييتلافي ځواکونو دجگړييز ماموريت ورسپارل به سوله پاله سرتيرې له نورو گواښونو سره مخامخ کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت