|
د مشرانو جرگې ٣٤ انتصابي غړي اعلان شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي د مشرانو جرگې ته ٣٤ انتصابي غړي معرفي کړي دي چې د ښځو او سړو شميره پکې مساوي ده . په دغو کسانو کې د مجاهدينو د حکومت لومړنى ولسمشر او د بيا پخلاينې د کمېسيون مشر حضرت صبغت الله مجددي او د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د دفاع لومړنى وزير قسيم فهيم هم شامل دي . د بلخ ولايت د ولسي جرگې د يوۀ وژل شوي کانديد ورور احمد شاه رمضان هم په دغه ډله کې نومول شوى دى . د ولسمشر کرزي په يوۀ فرمان کې راغلي دي چې په دغو کسانو کې د ټولو غاړو استازو ته ځاى ورکړل شوى دى چې په هغو د مذهبي اقليتونو ، کوچيانو ، معيوبينو او نورو استازي هم شامل دي . بشپړ لست په دې ډول دى : حضرت صبغت الله مجددي ، مارشال محمد قسيم فهيم ، عبدالباقي بريال ( د معيوبينو استازى ) ملا شير محمد اخوندزاده ( د هلمند والي ) حاجي محمد عيسى خان شينوارى ، مولوي ارسلا رحماني ، حاجي محمد حسن هوتک ، حاجي نظر محمد ( د کوچيانو استازى ) پوهاند عبدالله حقايقي ( د پوهنتون استاد ) استاد عبدالصوبر فريد ، قربان علي عرفاني ، حاجي سليمان ياري ، احمد شاه رمضان ، عبدالکبير مرزبان ، حاجي تورديا خان ( د پاميري او قرغزانو استازى ) گلنگارام ( د هندوانو استازى ) سيد احمد گيلاني . بي بي حاجي نفيسه سلطاني ( د معيوبينو استازې ) قمر خوستۍ ( د ښځو د حقونو فعاله ) بلقيس کوچۍ ( د کوچيانو استازې ) ملکه حسيني ( ښوونکې ) طيبه زاهدي ( د هرات د ښځو د چارو ريسه ) محبوبه حقوقمل ( د ښځو د چارو وزيره ) حميرا نعمتي ( د بشري حقونو د کميسيون غړې ) ريدا عظيمي ، سارا سرخابي ، عاليه قاضي زاده قرداش ، صديقه بلخي ( د شهيدانو او معيوبينو وزيره ) ، خديجه حسيني ( د ترکمنانو استازې ) کبرا امان ( د پشه ييانو استازې ) روشن ارا الکوزۍ ( د گجرانو استازې ) سهيلا شريفي او نجيبه رخشاني زاهروزهي . د افغانستان له اساسي قانون سره سم د مشرانو جرگه ١٠٢ غړي لري چې دوه په درې برخه به يې د ولايتونو او ولسواليو جرگې ټاکي او يوه په دريمه برخه به يې د ولسمشر له خوا انتصابي وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||