BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:18 گرينويچ 2005 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دټاکنو نتيجې نهايي شوي

درايو صندوقونه
په افغانستان کې د ټاکنو نتيجې نهايي شوي خو لا په رسمي توگه ندي اعلان شوي
د سويلي ولايت کندهار او کوچيانو د انتخاباتي پايلو په اعلان سره ، په ټول افغانستان کې ، د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانود انتخاباتو وروستۍ پايلې ډاگيزه شويدي .

د کميسون وياند سلطان احمد بهين بى بى سى ته په خپلو څرکندونو کې دا د پايلو د بهير دوروستي کيدو پاې وباله .

ها خوا د شنبې په ورځ له هلمند او کندهار پرته په نورو٣٢ ولايتونو کې د ولايتي شوراگانو غونډې جورړې شوې او په ترڅ کې يې د دغو شوراگانو له مينځه د مشرانو جرگې ته يو يو دايمي او يو يو موقتي استازى وټاکل شو.

په همدې اړه د هلمند په ولايت کې د ځنډ د رامينځ ته کيدو لامل د انتخاباتو لپاره د شورا د غړو د نصاب کمې بلل شويدى .

خو چارواکو د کندهارپه ولايت کې د لومړنيوانتخاباتي پاېلو په ځنډ رابرسيره کيده او له کبله يې د شکايتونو د ارزولو دوام د دغه ځنډ لامل باله.

د کندهار ولايت د وروستيو انتخاباتي پايلو په اعلانيدوپسې ښاغلى بهين وويل چې د اونۍ تر پايه به د هلمند او کندهار په ولايتونو کې هم د مشرانو جرگې لپاره ټاکنې تر سره شي

. د قانون له مخې ولايتي شوراگانې له خپله مينځه د مشرانو جرگې په دريو کې يوه برخه استازي ټاکي . دوهمه برخه د ولسواليود شوراگانو له لارې ټاکل کيږي او دريمه برخه د ولسمشر حامد کرزي له لورې په انتصابي ډول پارلمان ته لاره مومي .

خو دا چې تر اوسه د ولسواليو شوراگانې په وروستيو کلونو کې د گڼ شمير تازه رامينځ ته شويو ولسواليود پولو پر سر د ناندرو د شته والي له کبله ځنډيدلې ، د موقتي حل په توگه ولايتي شوراگانې د مشرانو په جرگه کې د ولسواليو شوراگانو ته د ورکړل شوې ونډې استازي هم په موقتي توگه ټاکي .دغه موقتي استازي به د ولسواليو د شوراگانو د انتخاباتو تر مهاله په پارلمان کې خپل کار ته دوام ورکوي .

د اوس لپاره وړاندوينې دادي چې ښايې د ولسواليو د شوراگانو انتخابات په راروان پسرلي کې وروسته له هغې تر سره شي چې پارلمان د نوو رامينځ ته شويو ولسواليود پولو پر سر د شته لانجې ارزول پاې ته ورسوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت