BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:39 گرينويچ 2005 ,30 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٥٠٠ داسې شکايتونه شته چې کيدايشي د ټاکنوپر پايلو باندې اغيزوکړي.

د رايوپاڼې
د ټاکنويوه کارکونکې درايو پاڼې شمېرى
په افغانستان کې د ټاکنو د شکاېتونو د ارزونې کمېسېون واېي چې کېداې شي چې د ولسي جرگې او ولاېتونو شوراگانود ېو شمېر نورو کاندېدانو د کاندېدى واک تر ې واخېستل شي که د درغلېو ادعا شوي تورونه پرې ثابت شي .

ددغه کمېسون ېوه غړي فرېد حمېدي په ېو خبري کنفرانس کې ووېل چې په ټاکنو او شمېرنو کې ددرغلېو د ادعاوو په اړه کمېسون ته زرگونه شکاېتونه رسېدلي چى واېي ېوازې ٥٠٠ ېې داسې شکاېتونه دي چې کولى شي د ټاکنو پر پاېلو اغېز وکړي .

دغه راز نوموړى واېي چې پر ١٩ ولاېتونو سربېره چې د ټاکنو وروستۍ پاېلې ېې څرگندې شوي دي ، په ېوه اونۍ کې به د پاتې ولاېتونو پاېلې هم رابرسېره شي.

په افغانستان کې د ولسي جرگې او ولاېتي شوراگانو د ټاکنو او راېو شمېرنو د بهېر په تړاو د شکاېتونود ارزونې کمېسېون ته ، نژدې ٥٥٠٠ شکاېوتونه رسېدلي چې تر درېو زرو زېات ېې لا له وړاندې نه ارزول شوېدي .

د ښاغلي حمېدي په وېنا په دغو شکاېتونو کې داسې ادعاو ي دي چې گواکې د ټاکنو پر ورځ او د راېو شمېرنو په بهېر کې ېو شمېر ځانگړو کاندېدانو راېه اچوونکي گواښلې او ځانگړي صندقونه ېې د ځان په گټه د راېو په پاڼو ډک کړېدي .

دد رغلېو د همدغوادعاوو او دولتي څو کېو څخه د ناوړه استفادې او ناقانونه وسله والو ملېشو سره د تړاو د تورونو د سپېنېدو له کبله ، د راېې شمېرنې له پېل نه تر اوسه پورې ، د پنځو تنو کاندېدانو د کاندېدې واک ترې اخېستل شوېدى .

له کله نه چې د ولسي جرگې او ولاېتي شوراگانو د ټاکنو راېې شمېرنې پاى ته رسېدلي دي ، د شکاېتونو له ارزونې څخه وروسته ، د نونسو ولاېتونو د ټاکنو وروستۍ پاېلې رابرسېره شوېدي . دا پداسې حال کې ده چې د شکاېتونو د کمېسېون چارواکي واېي چې ېوه اونۍ وخت ته اړتېا ده چې په پاتې پنځلسو ولاېتونو کې هم دغه پاېلې جوتې شي .

دې سره همهاله چې د ټاکنو پاېلې وروستۍ کېږي ، ډېر باېلونکې کاندېدان ، په ټاکنو او راېو شمېرنو کې ددرغلېو د خپلو ادعاو له کبله ، غونډو او مظاهرو ته دوام ورکوي او غوښتنه کوي چې راېې دې له سره وشمېرل شي . خو د ټاکنو کمېسېون لا له وړاندې نه وېلي دي چې دغه درغلى دومره پراخې ندي چې له کبله ېې راېې له سره وشمېرلى شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت