|
ارواپايي ټولنې د افغانستان ټاکنې وستايلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسي جرگې او ولايتي جرگو پر ټاکنو د اروپايي اتحاديې د څار ډلې په رپوټ کې راغلي، ټاکنې له ننگونو، ستونزو او لنډ ټاکل شوي مهال سره سره ددغه هيواد د دولت په جوړښت کې مهم گام دى. ددغه پلاوي مشرې ايما بونينو د رپوټ له وړاندې کولو سره جوخت د ټاکنو دبهير مثبتو او منفي اړخونو ته اشاره وکړه او ويې ويل سربيره پردې چې د ولسمشرۍ ترهغه په دغو ټاکنو کې د خلکو ونډه لږه وه خو بيا هم ميليونونو افغان رايې ورکوونکواو نوم آندو پکې برخه واخسته. ايما بونينو وويل، ددغه رپوټ وړاندې کول په افغانستان کې ددوى د پلاوي دکار وروستى پړاو دى. دې وويل : (( دا زموږ د دندې وروستى پړاو دى چې په لړ کې يې موږ د افغانستان د ولسي جرگې او ولايتي جرگوو د ټاکنو رپوټ او افغان دولت ته مو وړانديزونه ورکړل. موږ په دې اړه افغان ولسمشر حامد کرزي او د ټاکنو د تنظيم د گډ دفترچارواکو سره ليدلي دي. ټاکلې موده چې په دې اړه د بهرنيو چارو له وزير، د مدني ټولنو او اړوندو سازمانونو له استازو سره خبرې وکړو. )) د مثبتو اړخونو ديادونې تر څنگ دافغانستان د ټاکنو پر بهير د اروپايي اتحاديې د څار ډلې په رپوټ کې غوښتنه شوې چې له ټاکنو وروسته دې د رايو شميرنې پر مهال د درغليو څيړنه وشي. پردې سربيره اروپايي پلاوي د ټاکنو دتنظيم د سيمه ئيزو دفترونو د کار پر څرنگوالي نيوکه کړې. د ټاکنو د تنظيم له دفتر نه يو گام ور آخوا، په رپوټ کې د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کميسيون د جوړښت له پلوه کمزورى او د لږو سرچينو درلودونکى بلل شوى. د رپوټ په ٦٣ پاڼو کې نوم آندو ته د تبليغاتو لپاره پر لږو آسانتياوو هم نيوکه شوې. د اروپايي اتحاديې پلاوي د ولسي جرگې او ولايتي جرگو دټاکنو دبهيراود نيمگړتياوو له په پام کې نيولو سره، افغان دولت او اړوندو سازمانونوته داسې وړانديزونه کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې به دډيرو ستونزو مخنيوى وکړي. د بيلگې په توگه د پلاوي له ارزونو سره سم، د بل ځل لپاره د رايي ورکړه د نه ليږديدونکې رايې پر ځاى بايد په بله بڼه وي. د اروپايي اتحاديې پلاوى دټاکنو د رپوټ تر څنگ په افغانستان کې د ډموکراسۍ جوړونې په نامه يوبل رپوټ هم جوړ کړى چې په دغه هيواد کې د ډموکراتيکو موسساتو په بنسټيزکولو کې مرسته کولاى شي. د افغانستان پر ټاکنو د اروپايي اتحاديې د څار ډله له ١٥٠ کسانو جوړه ده چې د ټاکنو پر مهال يې په ٢٩ ولايتونو کې پر ١١٠٠ مرکزونو څار وکړ. | ورسره تړلي نور خبرونه د اشرف رمضان د وژنې په تور دوه تنه نيول شوي 08 اکتوبر, 2005 | خبرونه افغانستان کې د رايو د شمير عکسونه09 اکتوبر, 2005 | خبرونه ايا ښځې به په نوې ولسي جرگه کې د پام وړ ونډه ولري ؟ 25 اکتوبر, 2005 | خبرونه د مشرانو جرگې ته به له ولايتي جرگو کسان ورځي26 اکتوبر, 2005 | خبرونه دټاکنو نتيجې نهايي شوي13 نومبر, 2005 | خبرونه د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلې بيا وځنډيدې09 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||