|
ايا ښځې به په نوې ولسي جرگه کې د پام وړ ونډه ولري ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ولسي جرگې او ولايتي جرگود انتخاباتو لومړنيو ډاگيزه شوو پايلو ته په کتو سره داسې بريښي چې ښځينه استازې به په راتلونکي پارلمان او ولايتي شوراگانو دواړو کې د جهادي ډلو او تنظيمونو په استازو پسې دوهم ځاې ولري . البته د ښځينه استازو دغه لاس برى تر ډيره د هيواد د اساسي قانون له مخې د ښځو په گټه د هغه مثبت تبعيض يا توپير پايله ده چې د پارلمان او ولايتي شوراگانو په سلو کې ٢٥ څوکۍ د ښځو حق بولي . د قانون له مخې ښځو ته وربيلې شوې همدغې ونډې ته دراتلونکي پارلمان او ولايتي شوراگانو دننه د دود پالو او بدلون غوښتونکو تر مينځ د يوه نسبي انډول د رامينځ ته کيدو د لامل په سترگه هم کتل کيږي . په بل عبارت ډير دا انگيري چې د پريکړو په مهال به برى د هغې ډلې وي چې ښځېنه استازې يې په پلوۍ لاس پورته کړي . خو په يو شمير ولايتونو کې داسې ښځينه کانديدانې هم شته چې په خپل حيرانونکي بري سره د گټونکو کانديدانو د لست سر ته راوتلي او نارينه يې شا ته پرييښي دي . په دې لړ کې د هرات له ولايت نه د ولسي جرگې کانديده فوزيه گيلاني د نژدې ١٦٩٠٠ رايو ، د غزني له ولايت نه د ولايتي شورا کانديده نفيسه عظيمي د شاوخوا ١٦٥٠٠ رايو او د کندز له ولايت نه عايشه بيگ د څه کم ١١٢٠٠ رايو په گټلو سره په خپلو خپلو ولايتونو کې تر نارينه وو مخې ته شوې او لومړي ځايونه يې نيولي دي . کابل بيا يوازينى ولايت دى چې ښځو پکې په ولايتي شورا کې دوى ته د وربيلو شويو اتوو څوکيو په ځاى لس څوکۍ گټلي دي . خو برعکس ارزگان هغه ولايت دى چې په ولايتي شورا کې يې د ښځو د درې څوکيو ټوله ونډه تشه پاتې ده او د قانون له مخې به تر راتلونکو انتخاباتو پورې دغه درې واړه څوکۍ همدغسې تشې پاتې وي . د دې تر څنگه ننگرهار او زابل هم هغه ولايتونه دي چې په ولايتي شوراگانو کې يې ښځو ته د بيلو شويو څوکيو په انډول سيالۍ ته د راوتلو ښځينه کانديدانو د شميرې د کموالي له کبله يوه يوه څوکۍ تشه پاتې ده . ها خوا د کاريدلو رايو شميره دا هم ښيې چې په رايه اچونه کې په ځينو ولايتونو کې د ښځو ونډه تر نارينه وو پورته وه . د ساري په ډول په پکتيا اوپنجشير کې د رايه اچونکو له مينځه په سلو کې تر ٥٨ ورپورته ښځې وې . په نورستان کې هم ښځو تر نارينه وو زياتې رايې اچولي خو بر عکس زابل داسې يو ولايت دى چې د ښځينه رايه اچونکو شميره پکې په سلو کې له څلورو هم کمه ده . په دى سربيره په هلمند او ارزگان کې په سلو کې ١٤ او په کندهار کې په سلو کې يوازې ٢٤ ښځو خپلې رايې کارولي دي . دا ټول هغه ولايتونه دي چې وخت ناوخته پکې د حکومت پلوه او مخالفو جنگياليو تر مينځ د خرپ او ترپ جگړې هم رامينځ ته کيږي . خو د انتنخاباتو گډ دفتر بيا په ټوله کې په دې باور دى چې په دې وروستيو انتخاباتو کې د ښځينه رايه اچونکو شميره د ولسمشرۍ د هغې په پرتله ډيره وه . د دفتر چارواکي دغه ونډه په سلو کې ٤٣ ښيې . په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ښځو ټوليزه ونډه په سلو کې ٤٠ عشاريه ٨ وه . | ورسره تړلي نور خبرونه څه ډول ماشوم د لويولو لپاره بل چا ته سپارل کېږي ؟ 17 اکتوبر, 2005 | خبرونه افغانستان کې د جوگيانو ښځو ژوند ته يوه کتنه 10 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ښځو د رايو ونډه په ټاکنو کې ټيټه ده05 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ښځې او نننۍ نړۍ د پروگرام د خپريدو وختونه10 سپتمبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې دښځوپه حالت نيوکې30 مۍ, 2005 | خبرونه په بغلان کې د دريو ښځو جسدونه موندل شوى02 مۍ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||