 | | | دا پروگرام د هري يکشنبه په ماښامنى خپرونو کې خپريږى | د دې اوونې په پروگرام کې د جوگيانو ښځو ژوند ته يوه کتنه ، جوگيان د افغانستان له لږکيو څخه يو دي . زموږ همکاره تبسم ولايت څه موده د مخه د افغانستان شمالي ولايت ، تخار ته تللې وه . نوموړې د دغه ولايت يوه ليرى پرتې سيمى ته تللې وه او هلته يې د جوگيانو ښځو سره کتلي او هغوې سره يې د دوى د ژوند په هکله خبرې کړى دي . جوگيان لکه کوچان د کال په بېلابېلو فصلونو کې له يوه ځاى نه بل ځاى ته کډه کوي . جوگي نارينه د کورني ژوند پرمخ بياولو لپاره هيڅ ډول زحمت نه باسي د معمول پر خلاف ، جوگي ښځې هره ورځ کور په کور گرځي ، د خلکو فال گوري او له همدې لارې خپل ژوند پر مخ بيايي. نور مطالب : د مزار شريف اوسېدونکې لېمه صافې نه به د هاى خانم په نامه د يو ډول خاصو مزاري خوړو د پخولو طريقه زده کړې . د لېمې په وينا ، هاى خانم هغه خوندور او ساده خواړه دي چې د روژه ماتي لپاره ډير مناسب دي . او د يوازې شېبې په نامه د لنډې کيسې لومړې برخه . دا د يوې داسې ښځې کيسه ده چې د خپل خاوند له مړينې نه پس په پرديس کې او د خپلو ټولو خپلوانو نه ليرې د درد او خپگان نه ډکې شېبې تيروي . دغه کيسه صفيه حليم ليکلې او تاسې ته يې په خپل خواږه غږ وړاندې کوي . د بي بي سي لخوا د ښځو لپاره پروگرام په لندن کې زرغونه کرگر وړاندې کوي. ددې پروگرام لپاره مرسل احمدزۍ له ټول افغانستان څخه رپوټونه راټولوي. "ښځه اونننۍ نړۍ" پروگرام د هرې افغانې ميرمنې، هرې افغانې مور، هرې خور او هرې پيغلې د ژوند سره تړلې خبرې څيړي. پدي پروگرام کې له ښځوسره په عملى ډول مرسته کيږي چې د ژوند ستونزې يي هوارې شي. |