 | | | دا پروگرام د هري يکشنبه په ماښامنى خپرونو کې خپريږى | د ښځې او نننۍ نړۍ پدى پروگرام کې د خويندو تر منځ اړيکي څيړو وابه ورى چې آيا خور يوه ښه ملگرې وي که نه.د يوى داسى ميرمنې د تجربې نه به خبر شى چې په خپل کور کې گلان روزي. په پاې کې به د ميرمن عزيزې د ژوند د واقعي کېسې دوهمه برخه واورى. د بي بي سي لخوا د ښځو لپاره پروگرام په لندن کې زرغونه کرگر وړاندې کوي. ددې پروگرام لپاره مرسل احمدزۍ له ټول افغانستان څخه رپوټونه راټولوي. "ښځه اونننۍ نړۍ" پروگرام د هرې افغانې ميرمنې، هرې افغانې مور، هرې خور او هرې پيغلې د ژوند سره تړلې خبرې څيړي. پدي پروگرام کې له ښځوسره په عملى ډول مرسته کيږي چې د ژوند ستونزې يي هوارې شي. |