|
ځوانې نجونې ولى د انگليسى ژبى زده کړه کوي؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د يوې داسې ميرمني د تجربې نه خبر شئ چې خپل ډير وخت په مسافرت کې تيروي. د "ښځي اونننۍ نړۍ" د پروگرام د پخلي په برخه کې به نن د ميرمن بنفشې نه به د يو ډول کچالود پخولو طريقه زده کړئ. دا پروگرام د هري يکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي . د بي بي سي لخوا د ښځو لپاره دا پروگرام په لندن کې زرغونه کرگر وړاندې کوي او مرسل احمدزۍ ورته له ټول افغانستان څخه رپوټونه راټولوي. "ښځي اونننۍ نړۍ" پروگرام د هرې افغانې ميرمنې لپاره دى که په کور کې وي او که بهر وي.
"ښځي اونننۍ نړۍ" پروگرام د ټول عمر ښځو لپاره دى او هغوي به له نوو معلوماتو خبروي همدارنگه دا پروگرام د نن ورځې د افغانو ښځو د ژوند ښکارندوي کوي او دخوشحاله راتلونکې په لور نوى بدلونونه خپلوي. دى پروگرام کې به له ښځوسره په عملى ډول مرسته وړاندې کيږي چې ورپيښې ستونزې يي هوارې شي. په راتلونکو اونېو کې به د ښځينه قاضيانو، عکاسانو، پالوونکواو نورو سره وغږيږو. موږ به د پخلى د هغو لارو چې ارزانه او د روغتيا لپاره گټور وي په اړه معلومات درکړو. او هم به په ختيځ او لويديځ کې ميشتو افغانو ښځو څخه واورو او ددوې چلند او نظرونه به سره پرتله کوو. د پروگرام د خپريدو وختونه په لاندې ډول دي: شنبه د افغانستان په وخت د ماښام د ٩ بجو څخه تر ٩:٣٠ دقيقو پوري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||