 |  د ښځود چارو د وزارت وياندې وويل چې په ښارونو کې د ښځو په اړه په چارو کې پرمختگ راغلى دى | د بښنې نړيواله ټولنه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر نسکوريدو درې کاله وروسته بيا هم ښځې وژل کيږي ، جنسي تيرى پرې کيږى او بې له دې چې مجرمينو ته يي سزا ورکړله شي بندي کيږي . په هغه رپوټ کې چې د هيواد په لر وبر کې د خلکو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوى د بښنې نړيواله ټولنه وايي په هيواد کې زاړه فيودالى دودونه دا معنى لري چې سړي زيات مهال ښځو ته د مريو (غلامانو) په سترگه گوري او له رسمى سزا پرته له هغو سره ناوړه چلند کوي . رپوټ په افغان حکومت غږ کوي چې د ښوونې او روزنې داسى سيستم جوړ کړي چې له ښځو سره ناوړه چلند پکې بدل شي او ښځو ته د دوهمه درجه وگړو په سترگه ونه کتل شى . د ښځود چارو د وزارت وياندې نوريه حق نگر وويل چې په ښارونو کې د ښځو په اړه په چارو کې پرمختگ راغلى دى، چيرې چې حکومتى واک غښتلى دى خو په لرې پرتو سيمو کې لږ پرمختگ تر سترگو کيږي . |