 | | | دا پروگرام د هري يکشنبه په ماښامنى خپرونو کې خپريږى | د دې اونې د ښځې او نننۍ نړۍ په پروگرام کې ، په افغانستان کې ماشومان د کومو شرايطو پر اساس فرزندي ورکول کېږي ، اوڅه ډول ماشومان د لويولو لپاره بل چا ته سپارل کېږي ؟ پدې پروگرام کې به د يوې داسې مور د زړه له حال نه خبر شئ چې د مجبوريت له مخې يې خپله پنځه مياشتينې لور بل چا ته فرزندي ورکړې ده . د پروگرام ميلمنه ډاکټره گلنامه سهاک وايي : په افغانستان کې اکثرا هغه ماشومان چې ميندې يې د زېږېدنې نه پس خپله په پټه په روغتون کې پرېږدي، نورو کسانو ته د لويولو لپاره سپارل کېږي .  | | | داپروگرام د هرې افغانې ميرمنې د ژوند سره تړلې خبرې څيړي | دا هغه ماشومان دي چې د واده نه مخکې پيدا کېږي او نامشروع بلل کيږي . نور مطالب : د يوازې شېبې په نامه د لنډې کيسې دوهمه برخه . دا د يوې داسې ښځې کيسه ده چې د خپل خاوند له مړينې نه پس په پرديس کې او د خپلو ټولو خپلوانو نه ليرې د درد او خپگان نه ډکې شېبې تيروي . دغه کيسه صفيه حليم ليکلې او تاسې ته يې په خپل خواږه غږ وړاندې کوي . د بي بي سي لخوا د ښځو لپاره پروگرام په لندن کې زرغونه کرگر وړاندې کوي. ددې پروگرام لپاره مرسل احمدزۍ له ټول افغانستان څخه رپوټونه راټولوي. "ښځه اونننۍ نړۍ" پروگرام د هرې افغانې ميرمنې، هرې افغانې مور، هرې خور او هرې پيغلې د ژوند سره تړلې خبرې څيړي. پدي پروگرام کې له ښځوسره په عملى ډول مرسته کيږي چې د ژوند ستونزې يي هوارې شي. |