BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2005 ,05 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښځو د رايو ونډه په ټاکنو کې ټيټه ده

ټاکنې
په کابل کې د بي بي سي پخوانۍ خبرياله ملالۍ شينوارې تر ټولو وړاندې ده
په افغانستان کې د ولسي جرگې د ٢٤٩ څوکيود گټلو لپاره سيالۍ ته د دريدلو څه کم ٣٠٠٠ کانديدانو په منځ کې ٢٧٣ ښځې دي .

د اساسي قانون له مخې د پارلمان په سلو کې ٢٥ څوکۍ ښځو ته بيلې شوي دي، البته که په کوم ولايت کې ښځينه کانديدانې تر نارينه وو زياتې رايې وگټي نو له وربيلې شوې ونډې زياتې څوکۍ هم خپلولى شي .

خو اوس چې ورو ورو د رايې شميرنې لومړنۍ پايلې ډاگيزه کيږي ورسره دا خبره هم يقيني کيږي چې په پارلمان کې به د ښځو ونډه هماغه وي چې اساسي قانون د مثبت تبعيض يا توپير په بڼه وربيله کړى ده.

تر دا مهاله هيڅ داسې نښه نښانه نشته چې له کوم ولايت څخه دې له وربيلې شوې ونډې نه اضافي ښځينه کانديده پارلمان ته لاره ومومي .

د افغانستان پارلمان
 د اساسي قانون له مخې د پارلمان په سلو کې ٢٥ څوکۍ ښځو ته بيلې شوي دي
خو تر کومه چې پخپله د ښځينه کانديداو د رايو د شمېرې خبره ده ، په دې کې دچهارشنبې تر ورځې د هرات له ولايت نه فوزيه گيلاني د ٨٠٠٠ رايو په گټلو اوله فراه ولايت نه ملالۍ جويا د ٧٨٠٠ رايو په گټلو دويمه او د تخار له ولايت نه حبيبه دانش د ٥٦٠٠ رايو په گټلو درېيمه راختلې ده.

د کابل په ولايت کې د نهو څوکيو لپاره د شاوخوا ٥٠ ښځينه کانديدانو په مينځ کې د بي بي سي پخوانۍ خبرياله ملالۍ شينوارې تر ټولو وړاندې ده . دويم ځاې د فاطمې نظري او درېيم د شکريه بارکزۍ دى .

په ننگرهار کې صفيه صديقي لومړۍ او نورزيه اتمر دويمه ده .په لغمان کې زيفون ساپۍ،په کونړ کې گلهار، په لوگر کې شکيلا هاشمي ، په خوست کې سايره شريف ، په کاپيسا کې طاهره ميرزاده ، په بادغېس کې ازيتا رفعت ، په دايکندي کې شيرين محسني ، په زابل کې زرمينه پټان ، په ارزگان کې سونا نيلوفر ، په پکتيا کې شريفه زرمتۍ ، په پکتيکا کې ناجيه سعيد ، په نيمروز کې صالحه ، په باميانو کې سهيلا او په نورستان کې حوا علم نورستانۍ ښځو ته د پارلمان د وربيلې شوې يوې يوې څوکۍ وړونکې برېښي.

په کندهار کې فريبا احمدي او شکيبا تر نورو وړاندې دي . په کندز کې شکريه پيکان او فاطمه عزيز ، په غزني کې ظاهره احمديار او شاگل رضايې ،په بغلان کې ناجيه او شکريه ، په بدخشان کې فوزيه او کبرا ، په غور کې رقيه او نوش افرين ، په فارياب کې فوزيه او اصفه او په بلخ کې صيفوره او حميرا اکاخيل تر نورو وړاندې دي .

خو د کوچيانو په مينځ کې بيا د وربيلو شويو دريو څوکيو د گټلو لپاره پروين درانۍ ، فهيمه احمدزۍ او پروين مومندلومړۍ، دويمه او درېيمه دي . دا پايلې وروستۍ ندي او د رايې شميرنې د بهير له پرمختگ سره سم پکې بدلون راځي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت