|
په بغلان کې د دريو ښځو جسدونه موندل شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ميثاق جوانان په نامه يو غورځنګ يې د وژلو پړه په غاړه اخيستې ده ،پوليس وايي چې د ا ښځې په اخلاقي فساد او جنيسي اړيكو كې ښكيل وې او د نامسوله وسله والو له خوا وژل شوي دي. پوليس وايي چې دا پيښه د هغو نامسوله وسله والو له خوا رامنځته شوې ده چې ددوى په وينا په اخلاقي فساد كې ښكيل دي او د شپې له خوا وسله ګرځوي. د بغلان ولايت د پوليسو د امنيت مسول جنرال ګل محمد منګل وويل چې د درې واړو وژل شوو ښځو جسدونه يې د پلخمري ښار په پنځه كيلو مټرۍ د كندوز پلخمري د لارې په اوږدو كې د زمان خيلو په كلي كې موندلي دي . پوليس وايي چې دا ښځې له پلخمري څخه بيول شوي دي ، ددغو ميرمنو جسدونه چې د بغلان په عدلي طب كې د معايناتو لپاره ايښي دي ډاكټران وايي داسې نښې نښانې يې موندلي دي چې شل ساعته وړاندې پرې جنسي تيرى شوى دى. ځكه چې دده په وينا د مړو د بدن زياتې برخې لوڅې وې او په غاړه كې يې د رسۍ په واسطه خفه او وژل شوي دي ، دا په تيرو درې اونيو كې دوم ځل دى چې د پلخمري په شاوخوا كې ښځې وژل كيږي له دې درې اونۍ وړاندې د برك د موسيسې يوه بله كاركونكې خپل دفتر ته د تګ پر مهال وژل شوې وه . خو په همدې لړ كې يو كس چې ځان يې د ميثاق جوانان په نامه د يو غورځنګ وياند معرفي كړ له ناڅرګند ځاى څخه د ټليفون په ليكه ادعا وكړه چې دغه درې واړه ميرمنې له بهرنيانو سره په ناوړه جنسي اړيكو كې ښكيل وې او د وژلو پړه يې په غاړه اخلي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||